د افغانستان او پاکستان نښتې؛ یوناما وايي نږدې ۵۰۰ افغان ملکي وګړي وژل شوي

ملګرو ملتونو ویلي چې د افغانستان او پاکستان نښتې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر او د ۲۰۲۶ کال د جون تر پایه د سلګونو ملکي افغانانو د مرګژوبلې لامل شوې دي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د بشري حقونو په خپل تازه راپور کې ویلي، په دې موده کې ۴۹۹ ملکي افغانان وژل شوي او ۱,۲۱۶ نور ټپیان شوي دي.
یوناما زیاتوي، سره له دې چې د سیمې د کړکېچ د کمولو لپاره نړیوالې هڅې روانې وې، خو د افغانستان او پاکستان نښتې دوام موندلی او درنې بشري پایلې یې لرلې دي.
د کابل او پکتیا بریدونه د مرګژوبلې تر ټولو خونړۍ پېښې بلل شوي
د راپور له مخې، د مارچ په میاشت کې پر کابل د پاکستان هوايي برید د جګړې تر ټولو خونړۍ پېښه وه. یوناما ویلي، په دې برید کې د نشهیي توکو د درملنې یو مرکز په نښه شو او له ۲۰۰ ډېر کسان ووژل شول، که څه هم د طالبانو حکومت د وژل شویو شمېر تر ۴۰۰ ډېر یاد کړی دی. د افغانستان او پاکستان نښتې
یوناما همداراز ویلي، په ځینو بریدونو کې هغه کسان هم په نښه شوي چې د لومړنیو بریدونو له قربانیانو سره د مرستې لپاره ورغلي وو.
د راپور له مخې، د جون په ۲۸مه د پکتیا ولایت په یوه استوګنیزه ودانۍ دوه پرلهپسې هوايي بریدونه وشول چې له امله یې ۲۲ کسان ووژل شول، پنځه یې ماشومان وو او لږ تر لږه ۱۸۵ نور ټپیان شول. د ملګرو ملتونو په وینا، ډېری مرګژوبله په دوهم برید کې هغه مهال رامنځته شوه چې خلک د ژغورنې هڅې کولې. د افغانستان او پاکستان نښتې
د یوناما د بشري حقونو مشرې فیونا فریزر ټینګار کړی چې نړیوال بشري قانون د ژغورنې ډلو، روغتیايي کارکوونکو او لومړنیو مرستندویانو ساتنه تضمینوي او په نښه کول یې منع دي. د افغانستان او پاکستان نښتې
پاکستان د یوناما راپور ته غبرګون ښودلی
د یوناما د راپور له خپرېدو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دوی هوايي عملیات یوازې د هغو وسلهوالو پر پټنځایونو ترسره شوي چې په پاکستان کې د بریدونو مسؤلیت لري او ملکي وګړي یې نه دي په نښه کړي.
اسلاماباد یو ځل بیا ادعا کړې چې د طالبانو حکومت د ټي ټي پي په ګډون ځینو وسلهوالو ډلو ته په افغانستان کې پټنځایونه برابروي، خو کابل دا ادعاوې رد کړې دي.
راپور زیاتوي چې د افغانستان او پاکستان نښتې د فبرورۍ په میاشت کې هغه مهال لا پسې پراخې شوې، کله چې افغان ځواکونو د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې د پاکستان دننه عملیات ترسره کړل او اسلاماباد اعلان وکړ چې له افغانستان سره په «ښکاره جګړه» کې دی.
یوناما د ښځو د حقونو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې
د بشري حقونو په همدې راپور کې یوناما د افغان ښځو د وضعیت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.
راپور وايي، نجونې لا هم له شپږم ټولګي پورته زدهکړو ته نه پرېښودل کېږي، پر ښځو د کار محدودیتونه دوام لري او د حجاب او محرم اړوند مقررات لا هم نافذ دي.
یوناما ویلي چې د جون په میاشت کې په هرات ښار کې لږ تر لږه ۳۰ ښځې د حجاب د مقرراتو د نه مراعتولو په تور نیول شوې او د اعتراض پر مهال لږ تر لږه یو کس وژل شوی او څو نور ټپیان شوي دي.
همدارنګه راپور کې راغلي چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په ځینو سیمو کې روغتیايي مرکزونو او دوکانونو ته سپارښتنه کړې چې له نارینه محرم پرته ښځو ته خدمات ورنه کړي.
یوناما په خپل راپور کې ټینګار کړی چې د جګړو دوام او بشري محدودیتونه دواړه د افغانستان د بشري وضعیت پر خرابېدو مستقیم اغېز لري.



