روغتیا

د افغانستان له روغتیايي سکټور سره د اروپايي اتحادیې ۱۰۰ میلیونه یورو د مرستې ژمنه

اړوند خبرونه:

افغان ښځې له طالبانو د دوی پر زده‌کړو او کار د محدودیتونو ختمول غواړي

پر ښځو د طالبانو کاربندیز؛ ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خپلو عملیاتي چارو ارزونه پيل کړې

اروپايي اتحادیې پرون (دوشنبې) د نړیوالې روغتیا ورځې په مناسبت ټینګار کړی چې په افغانستان کې د عامې روغتیا د وضعیت د ښه والي لپاره پر خپلې اوږدمهالې ژمنې ولاړه ده، او اعلان کوي چې د یو لړ روغتیایي پروګرامونو د پلي کولو لپاره ۹۷ میلیون یورو به د افغانستان لپاره ځانګړي کړي.

اروپايي اتحادیې په هغه خبرپاڼه کې چې پرون یې خپره کړه، ویلي چې دغه مرسته به د نړیوالو ادارو په همکارۍ پلي کېږي، چې پکې د نړیوال روغتیا سازمان (WHO)، د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو صندوق (UNICEF)، د نفوس صندوق (UNFPA)  او په افغانستان کې یو شمېر نور فعال بشرپال بنسټونه شامل دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي: «اروپا اتحادیه د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړه ده او ژمنه ده چې د خلکو د عاجلو روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو او د ټول هېواد په کچه د خلکو د روغتیايي وضعیت د ښه والي لپاره کار وکړي.»

د دغو مرستو یو مهم تمرکز د ذهني روغتیا پیاوړتیا او د مخدره موادو د ناوړه استعمال پر ضد مبارزه ده. اروپايي اتحادیه به په افغانستان کې د نړیوال روغتیا سازمان له دفتر سره په ګډه، د هغو زرګونو ناروغانو ملاتړ وکړي چې له رواني ناروغیو او اعتیاد سره مخامخ دي — دا هغه ستونزې دي چې د کلونو جګړو او اقتصادي کړکېچونو له امله ډېرې زیاتې شوې دي.

اروپايي اتحادیې همداراز ویلي، چې د افغانستان د روغتیایي سیستم د پیاوړتیا لپاره به له نړیوال روغتیا سازمان سره په ګډه کار وکړي، څو هېواد د سرطاني ناروغیو او نورو نه انتقالېدونکو ناروغیو پر وړاندې مبارزې ته چمتو شي، او همداراز د ساري ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي ظرفیت لوړ کړي.

د نجونو، میندو، او ماشومانو مهمو اړتیاوو ته په پام، اروپايي اتحادیه د ملګرو ملتونو د نفوس د صندوق په همکارۍ هغو سیمو ته چې روغتیایي خدماتو ته محدود لاسرسی لري، د مور او ماشوم د پاملرنې، د تولید مثل روغتیا، او د تغذیې بشپړ خدمات برابروي.

همداراز، د اروپايي اتحادیې استازولۍ په کابل کې ویلي چې له یونیسف سره په ګډه به د تغذیې، پاکو اوبو، حفظ الصحې، او روغتیايي خدماتو پروګرامونه تمویل کړي، څو زیانمنو ټولنو ته — په ځانګړي ډول ماشومانو او میندو ته — بنسټیز خدمات ورسوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button