اقتصاد او سوداګري

د افغانستان لومړۍ صادراتي محموله د خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې اروپا ته ولېږدول شوه

د طالبانو ځايي چارواکو په هرات ولایت کې اعلان وکړ چې د افغانستان لومړۍ صادراتي محموله د خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې اروپا ته لېږدول شوې ده.

د افغان‌ناو خبري شبکې د راپور له مخې، د هرات والي مطبوعاتي دفتر نن پنجشنبه (د حمل ۷مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ۲۰۰ ټنه وچې مېوې لومړۍ صادراتي محموله، چې ارزښت یې یو میلیون او ۲۰۰ زره ډالر دی، د هرات والي اسلام‌جار او د ایران سرقونسل په موجودیت کې د خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې ترکیې او بیا اروپا ته صادره شوه.

د هرات والي د دې محموله د لېږد په مراسمو کې ویلي چې هڅه کوي د ګاونډیو او د سیمې هېوادونو د استازو په همکارۍ د صادرونکو سوداګرو لپاره د ویزې اخیستلو په برخه کې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

دا د وچې مېوې لومړۍ صادراتي محموله ده چې د ټول افغانستان څخه د اکرمي شرکتونو ډلې لخوا راټوله شوې، پروسس شوې او اوس اروپا ته صادره شوې ده.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button