Uncategorized

د امرالله صالح او مرتضوي تازه څرګندونې

سحر ورسته له هغې چې په کابل کې بيا راکټي حملې وشوې د جمهور ریس غني لومړي مرستيال ښاغلي صالح په خپل فېسبوک کې وليکل چې داعشي طالبانو دوی ته اخطار ورکړی دی او ورته ويلي يې دي که ددوی کوم کس اعدام شي نو کابل کې به شیعه ګان له منځه ویسي.

د ښاغليصالح دې خبرې ته سمدستي شاه حسين مرتضوي د ولسمشر فرهنګي سلاکار غبرګون وښود او په امرالله صالح یې تور پورې کړ چې ګواکي دی په ټولنه کې شعیه هراسۍ يا شیعه ډارونې ته لمن وهي او خبر رسونه په مسلکي ډول نه کوي.د حکومت د دوه لوړ پوړو چارواکو ترمنځ دا ټکر په داسې وخت کې رامنځته کېږي چې د حکومت دننه کړۍ په دې وېره کې دي چې خپله چوکۍ له لاسه ورکوي، د شپې او ورځې خوبونه يې ورک دي او هڅه کوي چې په هېواد کې وضعيت يو ناورين ته يوسي يا نړيوال د افغانستان څخه د وتلو څخه پیښمانه کړي

ښاغلي صالح اوس يوه تازه اصطلاح پيدا کړې ده چې طالبان داعشي ورته وايي، که څه هم د داعش د شتون او فعاليت په هکله په حکومت کې ډېره ګوته نيونه مبهمو کړيو ته نيول کېږي خو امرالله صالح هڅه کوي هغوی په طالبانو وروتپي.دصالح ددې خبرو چې ګواکي داعشي طالبانو ده ته اخطار ورکړي دی چې کابل به د شعیه ګانو په قتل ګاه بدل کړي يو ډول د فتنې بوی رازي

ډېر وخت طالبانو د شعیه ګانو په سیمه کې د جګړې څخه ډډه کړې دا ددې کبله نه چې دوی هلته جګړه نشي کولی ځکه چې طالبان وېرېږي چې هسې نه جګړه يوه مذهبي اړخ پيدا کړي او بل بعد ته ولاړه شي.لکه پخوا وختونو کې چې افغانستان حزبونو او مزهب په نوم جګړه وه.

دا هم ولولئ:  د ملا برادر په مشرۍ طالب پلاوۍ پاکستان ته ورسېد
د امرالله صالح او مرتضوي  تازه څرګندونې
د امرالله صالح او مرتضوي تازه څرګندونې

د ښاغلی صالح ددې څرګندونو سره د نويو شومو دسيسو بوی راځي، دا څرګندونې د ښه نيت نه دي، بلکې ددې اشارې ورکوي چې دوی د خپلې چوکۍ ساتلو لپاره نورو لارو ته مخ اړولی دي.اوسمهال په دې لړ نور سیاسیون یو اتحاد کې شي او د جنګونو او نورو بدبختیو مخه ونیسي.

رحیم سادات

رحیم سادات یو د کلتور او سپورټس کالم‌نویس دی چې د افغان میراث، دودیزو هنرونو او ملي ورزشي پیښو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د افغانستان د کلتوري ویاړ، ورزشي لاسته‌راوړنو او ملي یووالي څرګندونه کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button