افغانستان

د امریکا اطلاعاتي ټولنه: داعش خراسان «تر ټولو خطرناک» ډله او پر امریکا د برید پلان لري

د امریکا استخباراتي ټولنې په خپل کلني راپور کې ویلي چې داعش خراسان «تر ټولو خطرناک ترهګریز ګروپ» دی او د لویدیځ، په ځانګړې توګه امریکا باندې د برید پلان لري. مخکې ځینو هېوادونو د دې ډلې مرکز افغانستان بللی دی.

په دې راپور کې راغلي چې د نوي کال په ورځ په نیواورلینز، امریکا کې یو افغان وګړی د داعش تر اغېز لاندې و او همدارنګه یو بل افغان وګړی د تیر کال د اکتوبر په میاشت کې د ټاکنو په ورځ د برید پلان کولو په تور د داعش د غړیتوب په شک نیول شوی و.

د امریکا استخباراتي ټولنه وايي: «داعش خراسان په جنوبي آسیا کې د بهرنیو ترهګریزو عملیاتو د ترسره کولو تر ټولو زیات توان لري او په جنوبي او مرکزي آسیا او نړیواله کچه د بریدونو د ترسره کولو اراده ساتلې ده، که څه هم د دې وړتیاوې مختلفې دي.»

په دې راپور کې ټینګار شوی چې په اروپا او امریکا کې د داعش خراسان د پلویانو نیول، دا ډله برجسته کوي او د جنوبي آسیا څخه د دې توان پراختیا او د دې ډلې د افرادو د الهام وړتیا د فرامرزي بریدونو لپاره څرګندوي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button