روغتیا

د انسان ماغزو کې د ستونزو د حل کولو د یوې مهمې برخې کشف

اړوند خبرونه: 

کوم خواړه نارينه جنسي قوت زياتوي؟

جنسي اړیکو ته د کمې لېوالتیا لاملونه

د مغزي سکتې په مخنیوي کې مرسته کوونکي خواړه

څېړونکو د هغو ناروغانو پر ماغزو د څېړنو پر مهال چې دماغي زیانونه یې لرل، د مغز هغه سیمه کشف کړې ده چې د یو انسان له نوو ستونزو سره د مقابلې وړتیا لري.

د ایندپندنت ورځپاڼې د راپور له مخې، څېړونکو، چې د لندن د نیورولوجي او اعصابو د جراحي د ملي روغتون متخصصانو یې مشري کوله، د ۲۴۷ ناروغانو د مغزو نقشه جوړه کړه. دغه ناروغان یا د فلج (سکته) یا د تومور له امله اغېزمن وو، او دا نقشه یې د ۸۱ سالمو کسانو د مازغو له نقشې سره پرتله کړه.

د UCL کوین سکوایر د نیورولوجۍ انستیتوت او د یاد روغتون د اعصابو ارواپوهنې (نوروسایکالوجي) څانګې کارپوهانو ویلي، چې د دوی څېړنه د مغز هغه مهمې سیمې کشف کړې دي چې د منطقي فکر کولو او د ستونزو د حل لپاره حیاتي اهمیت لري.

څېړونکو نوي ازموینې (ټیستونه) ترتیب کړي، څو د استدلال وړتیاوې لکه درک، نتیجه اخیستل، او له نوو ننګونو سره مقابله وارزوي. دا ازموینې یوه لفظي قیاسي معما (analogical reasoning task) لري چې خلک باید د کلمو ترمنځ اړیکې پیدا کړي، او یوه بله قیاسي استدلالي معما ده چې ګډونوال باید له تصویرونو، شکلونو یا شمېرو څخه د منطقي نمونو پېژندلو او ستونزو د حل لپاره کار واخلي.

د ګډونوالو کړچار د هغوی د مغزي زیانونو د نقشې له جوړولو سره ونښلول شوه. د دې لپاره یو ځانګړی تخنیک وکارول شو چې معلومه کړي کومې مغزي سیمې له کومې ځانګړې نیمګړتیا سره تړاو لري.

هغو کسانو، چې د مغز د مخکینۍ (front right lobe) برخې ښې خوا یې زیانمنه شوې وه، د ازموینو پر مهال تر نورو ناروغانو او سالمو کسانو ۱۵ سلنه زیاتې تېروتنې کولې او د مسلو په حل کې یې ډېره ستونزه لرله.

د دې څېړنې مشر لیکوال جوزف مول، وایي:«زموږ څېړنه دا څېړي چې د مغز مخکینۍ ښۍ برخه څنګه د تفکر او ستونزو له حل سره مرسته کوي. دا ارزونه ښيي چې زموږ نوي ازموینې کولای شي د هغو کسانو استدلالي ستونزې تعقیب کړي چې مغزي زیانونه لري، او دا کار د تشخیص او درملنې بهیر ته وده ورکوي.»

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button