د او ډي ای سیالۍ؛ ویسټانډیز په لومړنۍ سیالۍ کې انګلېنډ مات کړ
ویسټانډیز د یو ورځینو سالیو په لړ کې انګلېنډ ته ماته ورکړه او لوبه یې ترې وګټله
د انګلېنډ او ویسټانډیز تر منځ د یو ورځنیو یا او ډي ای سیالۍ پیل شوي دي چې له همدې امله د ویسټانډیز وکولی شول چې انګلنډ یې لوبه وګټله او بریا یې د ځان کړه.
د ویسټانډیز کرېکټ ملي لوبډلې د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې انګلېنډ ته د اتو وېکټو په توپیر او د «ډياېلاېس» میتود له مخې ماتې ورکړه او بري ته ورسېده.
لوبه څه ډول او چېرته وشوه؟
دا لوبه پنجشنبه د اګټوبر پر ۳۱مه د ویسټانډيز په کوربهتوب په «سېر ویواین ریچارډز» کرېکټ لوبغالي کې وشوه.
د لوبې ټاس کوربه ویسټانډیز وګاټه او لومړی یې توپاچونه وکړه.
په لومړۍ پاڼۍ کې انګلېنډۍ لوبډلې د لیام لیوبنګسټون ۴۸، سام کورن ۳۷، وېل جېکز ۱۹ او فېل سالټ ۱۸ منډو پر مټ ۲۰۹ منډې وکړې او په ۴۵.۱ اورونو کې یې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.
نور ولولئ: د راشد خان نوی ریکارډ؛ په دریو توپونو یې درې لوبغاړي وسوځول
نور ولولئ: د لوبې پر مهال د راشد خان حرکات او د هغه راښکونکې ننداره
نور ولولئ: نوراحمد لکڼوال د الماسو غمی او د سيپيایل لیګ غوره بالر
په توپاچونه کې د یادې لوبډلې لپاره یوازې لیوینګسټون او عادل راشد یوه-یوه وېکټه واخیسته.
په دویمه پاڼۍ کې کوربه ویسټانډیز ښه پیل وکړ، خو د لوبې په نیمایي کې سخت باران پیل شو او د «ډياېلاېس» میتود له مخې نوموړې کوربه لوبډله ګټونکې اعلان شوه.
د ویسټانډیز لوبډلې لوبه
ویسټانډیزۍ لوبډلې د لوبې په ۲۵.۵ اورونو کې د ایوېن لیوېس ۹۴، برنډون کېنګ ۳۰ او کیسي کرټي ۱۹ منډو پر مټ ۱۵۷ منډې وکړې او یوازې دوه لوبغاړي یې وسوځېدل.
په توپاچونه کې د کوربه ویسټانډیز په ګټه ګداکېش موتي څلور، متیو فورډ، جایډېن سیلز او الزاري جوزېف دوه-وده وېکټې په خپل نوم کړې.
موتي په ۱۰ اورونو کې د ۴۱ منډو ورکولو او څلور وېکټو اخیستلو له امله د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو او جایزه یې واخیسته.
د یادونې ده چې دواړو لوبډلو نرمنځ دویمه لوبه به د نوامبر پر ۲مه وشي.
پر دې سربېره، د اویسټ انډیز لوبډله څو کاله وړاندې خورا پیاوړي وه چې نړیوال جامونه یې هم وړي او ددې هېواد په نوم کړي دي، خو په دې وروستیو کلونو کې د کرېسګېل او نورو لوبغاړو په تقاعد کېدو سره یې لوبډله کمزوري او په نړیوالو سیاليو کې یې سختې ماتې وخوړې.
د یادونې وړ ده چې یاده لوبډله به بیا ژر راپورته شي او په نړیوال کرېکټ کې به بېرته خپل مقام تر لاسه کړي.