د ایران جګړه؛ ټرمپ په چین کې له پوتین او شي جینپینګ سره د خبرو احتمال څرګند کړ

د ایران جګړه د ټرمپ، پوتین او شي جینپینګ د احتمالي لیدنې له مهمو موضوعاتو څخه ده. ټرمپ وايي، په چین کې به د اټومي بېوسلې کولو په اړه هم خبرې وکړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، تمه لري د چین په شېنژن ښار کې د یوې نړیوالې غونډې په څنډه کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین له ولسمشر شي جینپینګ سره وګوري. د ایران جګړه
ټرمپ ویلي، په دغو احتمالي خبرو کې به د ایران د جګړې پای ته رسول او د اټومي وسلو د کنټرول موضوعات مطرح شي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ د یکشنبې په ورځ، د نومبر پر اتمه، له فلوریډا څخه واشنګټن ته تر ستنېدو مخکې له خبریالانو سره خبرې کړې دي.
نوموړي ویلي، د نومبر پر ۱۸مه او ۱۹مه به د اسیا او ارام سمندر د اقتصادي همکاریو سازمان (APEC) د مشرانو په غونډه کې ګډون وکړي.
ټرمپ د احتمالي لیدنې په اړه وویل، فکر کوي له پوتین او شي جینپینګ سره به وګوري او د اټومي بېوسلې کولو په ګډون به پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړي.
هغه زیاته کړه چې واشنګټن هڅه کوي په ایران کې روانه جګړه پای ته ورسوي.
د ایران جګړه او د درېیو ولسمشرانو احتمالي لیدنه
د ټرمپ تازه څرګندونې داسې مهال شوې چې د واشنګټن، مسکو او بیجینګ ترمنځ د درېاړخیزو خبرو احتمال له څو اوونیو راهیسې مطرح دی.
ټرمپ د اکټوبر په میاشت کې هم ویلي وو چې له روسیې او چین سره د اټومي وسلو د کنټرول په اړه درېاړخیزو مذاکراتو ته چمتو دی.
په همدې حال کې، د چین او روسیې ترمنځ د احتمالي لیدنې د تنظیم په اړه خبرې شوې دي، خو د درېیو ولسمشرانو ګډه غونډه لا په رسمي ډول نه ده وروستۍ شوې.
د ایران جګړه ښايي د دې احتمالي لیدنې له مهمو موضوعاتو څخه وي، خو تر اوسه د جګړې د پای ته رسولو لپاره د کومې ګډې طرحې یا موافقې اعلان نه دی شوی.
روسیه غواړي د اوکراین موضوع هم مطرح کړي
د راپورونو له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین لېوالتیا ښودلې چې له ټرمپ او شي جینپینګ سره په احتمالي لیدنه کې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو موضوع هم وڅېړي.
ټرمپ تر دې مخکې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه د احتمالي هوکړې د نږدې کېدو خبره کړې وه، خو د هغې جزئیات یې نه وو وړاندې کړي.
شنونکي په دې باور دي چې د امریکا، روسیې او چین ترمنځ د ایران جګړه، اټومي وسلې او د اوکراین وضعیت د خبرو پېچلې موضوعګانې دي، ځکه د درېیو هېوادونو دریځونه او لومړیتوبونه یو شان نه دي.
تر اوسه څرګنده نه ده چې د شېنژن غونډه به د درېیو ولسمشرانو د ګډې لیدنې زمینه برابره کړي او که به خبرې یوازې د احتمالي غونډې تر کچې پاتې شي.



