نړیوال خبرونه

د دوحې درېیمه غونډه کې د طالبانو شرایط

امیر خان متقي د ملګرو ملتونو د رمنشي مرستیالې ته خپل شرایط وړاندې کړي دي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله روزمبري ډیکارلو د روانې غونډې پر اجنډا خبرې کړي دي.

د دوادو خواوو له لوري پر اجنډا له بحث داسې ښکاري چې طالبان به د دوحې په راتلونکې درېیمه غونډه کې ګډون وکړي.

متفي ویلي، چې دوحه راتلونکې ناسته کې د مخدره موادو پرخلاف مبارزه، مالي او بانکي مسایل او اقلیمي بدلون اغېزو په اړه بحث ښه موارد کېدلی شي.

په یاده غونډه کې د نړیوال بانګ استازی

د طالبانو تر واک لاندې د بهرنیو چارو وزارت ویاند نن یکشنبه (د غويي ۳۰مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دغه ناسته کې د سرمنشي مرستیالې وویل، چې دوحه ۳ ناسته کې به د غړو هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو د استازو ترڅنګ دا ځل د نړۍوال بانک او اسیايي بانک استازي هم ګډون کوي.

نور ولولئ: د دوحې دریمه غونډه؛ د چمتوالي لپاره یې بحثونه کېږي

نور ولولئ: طالبان د دوحې ناستې له اجنډا خبر نه لري

په خبر پاڼه کې راغلي چې اغلې روزمېري ډیکارلو وویل، چې دوحه ۳ ناسته کې به د بحث محورونه پر مالي او بانکي موضوعاتو، مخدره موادو پر خلاف مبارزه او کروندګرو ته بدیل معیشیت او همدا راز د اقلیم بدلون او ترې افغانستان ته راټوکېدلو زیانونو په اړه خبرې اترې وشي.

afghan (14)
انځور؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د ملګري ملتونو د سرمنشي مرستیاله د لیدنې پر مهال

خبرپاڼه زیاتوي؛ مرستیالې وویل، چې د دوحې په راتلونکې ناسته کې د افغانستان حکومت سره تعامل غواړي او ښايي واضح بحثونه او د دواړو لوریو پر غوښتنو او اندېښنو په اړه خبرې اترې ولري.

له نړیوال سره د اړیکو عادي کول

د طالبانو په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې اغلې ډیکارلو وویل، چې د دوحه درېیمه ناستې اساسي هدف افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې اړیکې عادي کول دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې متقي وویل اوس دغه ډله له یوناما سره په کابل کې ښې اړیکې لري او متقي ټينکار کړی چې په ملګرو ملتونو کې باید د افغانستان واقعي استازی د نظام استازیتوب وکړي او په دې اړه پراته خنډونه باید لرې شي.

متقي په دغه لیدنه کې د دوحې تېرې غونډې ته په اشارې سره وویل، چې د دوحې په دویمه ناسته کې هم معناداره ګډون غوښت او د نوموړي په وینا یوازې تشریفاتي ګډون ګټور ونه بلل شو.

په دغه لیدنه کې متفي ویلي؛ د دوحې په درېیمه ناسته کې د پورتنیو د بحث مواردو ترڅنګ ښايي د ترکیب په اړه یې هم هوکړې ته ورسېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button