نړیوال خبرونه

د سي اېن اېن نوي موندنې؛ امریکایانو کابل هوايي ډګر کې له ځانمرګي وروسته ځینې کسان په ډزو ووژل

امریکایانو په ۲۰۲۱ کار کې په کابل هوايي ډګر کې له ځانمرګي برید وروسته پر خلکو ډزې وکړې او ویې وژل

سي اېن اېن د خپلو نویو موندنو له مخې وایي، په ۲۰۲۱ کال کې په کابل هوایي ډګر کې له خونړي ځانمرګي برید وروسته ځینې کسان د بهرنیو ځواکونو په ډزو وژل شوي دي.

سي اېن اېن له ځینې امریکایي پوځیانو، د پېښې د قربانیانو له کورنیو او یوه افغان ډاکټر سره د مرکو له مخې داخبره کوي.

دا برید د اګست په ۲۶ نېټه ترهغه وروسته وشو، چې د طالبانو له واکمنېدو سره د تېر حکومت ټول چارواکي له افغانستانه ووتل او له هېواد څخه د وتلو لپاره د کابل په هوایي ډګر کې هم د عامو خلکو ګڼه ګوڼه زیاته شوه.

د خلکو په ګڼه ګوڼه کې ځانمرګی برید

ځانمرګي بریدګر د کابل نړیوال هوايي ډګر شاته د خلکو په ګڼه ګوڼه چاودنه وکړه، چې له امله یې نږدې دوه سوه افغانان او ۱۳ امریکایي پوځیان ووژل شول.

پنټګان له دې برید وروسته د امریکایي او بریتانوي ځواکونو له خوا ډزې منلې وې خو ویلي یې و، له برید وروسته یوازې درې ډزې شوې چې یو ډز د بریټانوي ځواکونو له خوا خلکو ته د خبرداري لپاره او دوه ډزه بیا د امریکایي ځواکونو له خوا پر شکمنو کسانو شوي وو.

نور ولولئ: طالبان: په ایران کې وروستۍ چاودنې په کلکه غندو

نور ولولئ: سي ای اې: په ایران کې چاودنې افغانستان کې د داعش خراسان کړې

اوس بیا سي اېن اېن د یوې ویډیو په ترلاسه کولو سره موندلې، چې له برید ۳۰ ثانیې وروسته په خلکو په یوه ځل او دوامداره توګه ۱۷ ځلې ډزې شوې او په هر ځل ډز کې دوه تر دریو مرمۍ ډزول شوې دي.

د ټپیانو له بدنه د یوه ډاکټر لخوا د مرمیو لرې کول

یو افغان ډاکټر چې اوسمهال له افغانستانه وتلی، له دې رسنۍ سره یې په خبرو کې ویلي، چې هغه خپله د ټپیانو له بدن مرمۍ اېستلې دي او د پېښې له سیمې لسګونه مړي روغتون ته لېږدول شوي وو، چې په ډزو سره وژل شوي و.

دغه ډاکټر ویلي، کله چې دوی د ناروغانو درملنه کوله، هغه ته یو ګواښوونکی ټلیفون راغی او ورته ویې ویل، چې د داسې څه له ثبتولو ډډه وکړي چې پکې ولیکل شي څوک په ډزو ویشتل شوي او څوک په چاودنه کې وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

نوموړې ویلي: “ما هغه خلک ولیدل چې په چاودنه کې ټپيان شوي وو او هڅه یې کوله چې پورته شي، خو پر دوی ډزې وشوې.”

نورالله زاخېل چې د تره زوی یې وژل شوی و او دی هم د پېښې په سیمه کې و سي اېن اېن ته ویلي، داسې ښکارېده چې مرمۍ په هغو کسانو لګېدل، چې د تېښتې هڅه یې کوله.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button