د سېلابونو اټکل؛ ملګري ملتونه وايي، د افغانستان په جنوب او لوېدیځ کې یې اټکل شوی
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د تودوخې د لوړېدو او شدیدو بارانونو له امله د د سېلابونو اټکل کړی او د هېواد په جنوب او لوېدیځ کې یې د احتمالي خطرونو خبرداری ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوالې ادارې (FAO) په خپل تازه راپور کې د افغانستان د هوايي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او په یو شمېر ولایتونو کې یې د د سېلابونو اټکل کړی دی. د دغه راپور پر بنسټ، شدید ورښتونه او د تودوخې غیرمعمولي لوړېدلای شي په نږدې راتلونکي کې د ویجاړونکو سېلابونو لامل شي.

د سېلابونو اټکل، د تودوخې لوړېدل او د واورو ویلې کېدل
د فاو ادارې د څارنې له مخې، په ټول افغانستان کې د غیرمعمولي ګرمۍ شرایط لیدل کېږي. اټکل شوی چې د تودوخې درجه به د تېرو کلونو د منځنۍ کچې په پرتله له ۱ تر ۸ درجو پورې لوړه وي. په جنوبي ولایتونو کې د تودوخې درجه ښايي له ۲۰ درجو واوړي، چې دا چاره د واورو د چټکې ویلې کېدو سبب ګرځي. همدا لامل دی چې په دغو سیمو کې د د سېلابونو اټکل د جدي خبرداري په توګه خپور شوی دی.
کله چې شدید بارانونه د تودوخې له لوړېدو سره یو ځای شي، د ځمکې پر مخ د روانو اوبو کچه لوړېږي او ځمکه د اوبو د جذب توان له لاسه ورکوي، چې په پایله کې سېلابونه راوځي.

د سېلابونو اټکل، پر کرنې او خاورې منفي اغېزې
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وایي چې د واورو د زېرمو کمښت به په اوږدمهال کې د اوبو د کمښت او د خاورې د رطوبت د له منځه تلو ستونزه رامنځته کړي. که څه هم په ځینو سیمو کې د د سېلابونو اټکل شوی، خو په شمالي ولایتونو کې بیا د هوا د رطوبت د کمېدو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی.
په شمالي للمي کرنیز کمربند کې د بارانونو کمښت او د تبخیر (Evaporation) زیاتوالی به د خاورې لندبل له منځه یوسي، چې دا وضعیت نېغ په نېغه د حاصلاتو پر وده منفي اغېز کوي او کرنیز تولیدات له ګواښ سره مخامخوي.
د ملګرو ملتونو دغه ادارې په ټینګار سره ویلي چې د د سېلابونو اټکل باید د کرنې سکتور او اړوندو ادارو له لوري جدي ونیول شي. د اقلیم دا چټک بدلون نه یوازې د استوګنې سیمې ګواښي، بلکې د افغانستان د کرنې بنسټونه هم زیانمنوي. اړینه ده چې د احتمالي زیانونو د مخنیوي لپاره بېړني تدابیر ونیول شي ترڅو د سېلابونو او وچکالۍ له امله د اوښتونکو تلفاتو مخه ونیول شي.




