د طالبانو ډرونونه؛ دغه ټکنالوژۍ اسلام اباد وارخطار کړی

د طالبانو ډرونونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ په روانه ترینګلتیا کې پر یوې نوې امنیتي مسئلې بدل شوي دي. ډیپلومات مجله وايي، د بېپیلوټه الوتکو زیاتېدونکی استعمال د دواړو هېوادونو شخړې ته نوی اړخ ورکوي او پاکستان یې وارخطا کړی دی.
د ډیپلومات د تحلیلي مطلب له مخې، پاکستان ادعا کړې چې د سپټمبر په ۲۳مه یې اته ډرونونه ویشتلي چې د افغانستان له خاورې ورغلي وو.
پاکستاني چارواکي وايي، څلور ډرونونه د تورخم په سیمه او څلور نور د خیبر پښتونخوا په کواټ کې په نښه شوي دي. طالبانو دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې پاکستان ته یې ډرونونه نه دي استولي.
تر دې پېښې وروسته پاکستان په افغانستان کې پر لسو ځایونو د بریدونو خبر ورکړ. د پاکستان پوځ ادعا کړې چې دغه ځایونه د ډرونونو د ساتلو او توغولو لپاره کارېدل.
د طالبانو ډرونونه ولې د پاکستان لپاره نوې ننګونه بلل کېږي؟
ډیپلومات لیکي چې طالبانو له ۲۰۱۶ کال راهیسې د بېپیلوټه الوتکو له ټکنالوژۍ استفاده کړې ده. په لومړیو کې ډرونونه تر ډېره د څارنې او تبلیغاتي فعالیتونو لپاره کارېدل.
د مقالې له مخې، وروسته د دغې ټکنالوژۍ کارول پراخ شول او له چاودېدونکو توکو سره د بریدونو لپاره هم ترې استفاده وشوه.
د د طالبانو ډرونونه په تړاو بله اندېښنه د دغې ټکنالوژۍ ټیټ لګښت او نسبتاً اسانه لاسرسی بلل شوی دی. ډیپلومات وايي، پاکستان اندېښنه لري چې پرمختللې تخنیکي وړتیاوې ښايي د پاکستاني طالبانو په څېر وسلهوالو ډلو د بریدونو ظرفیت نور هم زیات کړي.
پاکستاني وسلهوالو ډلو تر دې وړاندې هم له بېپیلوټه الوتکو څخه په بریدونو کې کار اخیستی دی.
د ډرونونو لانجه د کابل او اسلاماباد اړیکې اغېزمنوي
د افغانستان او پاکستان پر پوله د نښتو او متقابلو بریدونو له زیاتېدو سره د ډرونونو مسئله هم د دواړو لورو په امنیتي اختلافاتو کې مهمه شوې ده.
پاکستان له طالبانو غواړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره ونه کارول شي. طالبان بیا په وار وار دا ادعا ردوي چې وسلهوالو ډلو ته یې په افغانستان کې د فعالیت اجازه ورکړې ده.
ډیپلومات لیکي چې یوازې پوځي اقدامات د ستونزې د حل لپاره کافي نه دي او کابل او اسلاماباد د خبرو او باور جوړونې اقداماتو ته اړتیا لري.
د مقالې د تحلیل له مخې، که د ډرونونو، سرحدي نښتو او وسلهوالو فعالیتونو په اړه اختلافات د خبرو له لارې حل نه شي، د دواړو هېوادونو اړیکې له لا زیاتې ترینګلتیا سره مخ کېدای شي.



