افغانستان

د نړۍ ګرځندوی او سفر وېب‌پاڼه: امنیتي اندېښنو افغانستان ته د ګرځندویانو سفر کم کړی

په یوه راپور کې د «جهانگردی و سفر» په نوم وېب‌پاڼې ویلي چې امنیتي او بشري حقونو اړوند اندېښنو د بهرنیو ګرځندویانو افغانستان ته سفر کولو کچه راکمه کړې ده.

دې وېب‌پاڼې د کاناډا حکومت له خوا افغانستان ته د خپلو وګړو د سفر د بندیز په اړه ویلي چې «تاوتریخوالی او پراخه بې‌ثباتي» د دې پرېکړې اصلي لاملونه دي.

تر دې وړاندې، د امریکا متحده ایالاتو، بریتانیا، آسټرالیا او یو شمېر نورو هېوادونو هم خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې وه چې د «تاوتریخوالي، خپل‌سري نیونو، جدي امنیتي ګواښونو او په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو شتون» له امله دې دې هېواد ته سفر نه کوي.

په همدې حال کې، د طالبانو اړوند رسنیو ادعا کړې چې د طالبانو د واکمنۍ له بیا راتګ سره بهرني ګرځندویان افغانستان ته ډېر سفر کوي.

خو د «جهانگردی و سفر» وېب‌پاڼه لیکي: «د طالبانو په څېر د ترهګریزو سازمانونو شتون امنیتي فضا نوره هم پېچلې کړې او د بهرنیو وګړو لپاره یې غیرمطمئنه شرایط رامنځته کړي دي. د تاوتریخوالي بریدونه ډېر شوي، او د دې هېواد امنیتي ځواکونه له ستونزو سره مخ دي او زیاتره د تاوتریخوالي په مهارولو کې پاتې راځي.»

په ورته وخت کې، د کاناډا حکومت مخکې هم د خپلو وګړو لپاره افغانستان ته د سفر د خبرداري پر ټینګار ویلي: «که خلک پریکړه وکړي چې په افغانستان کې پاتې شي یا په ناڅاپي ډول ځانونه په هغه ځای کې ومومي، د خپلې امنیتي چارې، په ګډون د کورنۍ غړو، مسئولیت باید خپله پر غاړه واخلي.»

هاخوا بیا طالبان وايي چې په افغانستان کې امنیت کاملاً د ډاډ وړ دی او هېڅ ډول امنیتي اندېښنې نشته.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button