افغانستان

د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د اورښتونو اټکل شوی دی

د افغانستان په ګڼو سیمو کې د ورښتونو او سیلونو وړاندوینه شوې ده

تېر کال هم په هېواد کې د ګڼو سیلابونو له امله په یو شمېر هېوادونو کې خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي وو.

په افغانستان کې د سېلابونو د راوتو پر مهال د خلکو د ژغورنې یا هغوی ته د بېړنیو مرستو د رسولو لپاره د یو ځانګړي سیسټم نشتوالی ددې لامل دی چې خلکو ته زیات مالي او ځاني زیانونه اوړي.

اوس د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن، سبا او بل سبا د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د باران او سېلونو اټکل کړی دی.

په سیندیزو حوزو کې د اوبو زیاتوالی

د اوبو او انرژۍ وزارت هم په یادو ۳ ورځو کې (د روانې لړم/ عقرب له ۱ څخه تر ۳مې پورې) د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د تېزو بارانونو، د اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلونو اټکل کړی دی.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ناڅاپي اورښتونو او سېلابونو د راوتلو ډېر اټکل د (امو، شمال او کابل) په سیندیزو حوزو کې شوی دی.

نور ولولئ:   په افغانستان کې د درنې واورې اورېدو له امله ځینې لارې تړل شوي

نور ولولئ: طالبان: افغانستان کې درنې واورې ۹کسان مړه کړي

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د سېلونو او اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د (بدخشان، تخار، بغلان، بامیان، سمنګان، بلخ، سرپل، پنجشېر، غوربند، کونړ، لغمان، ننګرهار، کابل او لوګر) سيندونو پر لاره او ذکر شویو ځایونو په ځینې خوړونو کې شته.

خلکو ته خبرداری ورکول

دې وزارت په همدې اساس له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د یادو سیندونو پر غاړو هستوګن دي، غوښتي چې د سیل د راتلو په صورت کې د سیند په غاړه او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي.

تر دې مخکې د هواپېژندنې ادارې پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي و چې په کونړ، ننګرهار، سمنګان، بامیان، بلخ، کندوز، جوزجان، سرپل، فاریاب، غور، بادغیس او هرات ولایتونو کې سبا (سې شنبې) د نسبتاً شدید باران، بریښنا او ناڅاپي سېلونو احتمال شته.

د خبرپاڼې پر اساس، په لوړو او سړو سیمو کې د واورې د اورېدو وړاندوینه هم شوې ده.

په دې وروستیو کې په ننګرهار او کونړ کې بارانونو او سېلونو خلکو ته د سرومال زیانونه واړول.

له بلې خوا، له دې سره، سره چې خلکو ته د سېلابونو له راوتو وړاندې خبر ورکول کېږي، خو بیا هم خلک بې غوري کوي او ځانونه، نه خوندي کوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button