
اړوند خبر:
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سبا شنبه افغانستان ته سفر کوي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د شهباز شریف مرستیال په یو ورځني سفر کابل ته ورسېد.
ټاکل شوې چې د نوموړي په مشرۍ د پاکستان ګډ پلاوی به د طالبانو له رییس الوزراء، بهرنیو چارو وزیر او نورو لوړپوړو طالب چارواکو سره وویني.
د اسحاق ډار او مله پلاوي هرکلي ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اداري او مالي مرستیال نعیم وردګ، د یاد وزارت عمومي رییس او د دولتي پروتوکول رییس ورغلي وو.
د طالبانو له واکمنۍ وروسته دا د پاکستان د مرستیال لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار لومړی سفر دی.
له دې وړاندې کابل ته د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق هم د همغږۍ ګډې کمېټې غونډه کې د ګډون لپاره سفر کړی و.
نوموړی داسې مهال افغانستان ته سفر کوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې او د ستونزو دحل هڅه روانه ده.