افغانستان

د پخواني ولسمشر مرستیال صالح: پر طالبانو باور به نور تاوان پېښ کړی

امرالله صالح وايي، پر طالبانو باور به نور تاوان رامنځته کړئ او باور ورباندې مه کوئ

د زرغون بهیر مشر او د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، چې د طالبانو حکومت به هېڅکله په مشروع حکومت بدل نه شي او تر نسکورېدو پورې به د ملیشو په توګه پاتې شي.

نوموړي په خپل اېکس کې ځیني هغه موارد لیکلي، چې د نوموړي په وینا د طالبانو په حکومت کې به هېڅکله ترسره نه شي.

صالح وایي: «هېڅکله په طالبانو باور مه کوئ، ډېر تاوان لري.»

د پروژو نیمګړي پاتې کېدل

نوموړي دغه راز ټاپي پروژې او مس عینک کان کېندنې ته په اشارې سره ویلي، چې د طالبانو د حکومتولۍ پر وخت به نه د ټاپي پروژه بشپړه شي او نه به هم د مس عینک د واقعي کېندنې چارې پیل شي.

د زرغون بهیر مشر او د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال وایي: «ترڅو چې طالبان د حرص او ځان غوښتنې په لټه کې ځانونه حکومت ګڼي، د مس عینک کېندنې چارې به پیل نه شي او هغو کسانو چې د مس عینک هوکړه لیک لوستی او د نړۍوال بازار په مفهوم پوهېږي دغه «هېڅکله» دوی تاییدوي.»

نور ولولئ: صالح: له مشرانو سره تر مشورې وروسته به امریکا ته د تګ په اړه پرېکړه کوي

نور ولولئ: صالح ته، واشنګټن ته د ورتګ بلنه؛ دغه بلنه څه پیغام لري؟

نوموړی دغه راز زیاتوي: «د افغانستان له مشروع نظام پرته به د ټاپي پروژه هېڅکله بشپړه نه شي، ان په واقعي توګه به پیل هم نه شي.»

د ټاپي پروژې د پیل کارونه

امرالله صالح دغه خبرې په داسې حال کې کوي، چې طالبانو څه باندې درې میاشتې وړاندې په افغانستان کې د ټاپي پروژې پرانیسته کړې وه.

طالب چارواکي ادعا کوي، چې په هېواد کې د ټاپي پروژې چارې په عملي ډول روانې دي.

دغه پروژه په ۱۳۹۴ کال کې د افغانستان، پاکستان، ترکمنستان او هند د مشرانو له لوري د ترکمنستان په مرو ښار کې او وروسته ۱۳۹۶ کال کې د یادو هېوادونو د چارواکو له لوري د افغانستان په هرات ولایت کې پرانېستل شوه.

خو یاده پروژه د څووم ځل لپاره د روان کال د وږې میاشتې په ۲۱مه د طالبانو د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په شتون کې د ترکمنستان د «ملي رهبر قربانعلي بدي محمدوف» له لوري پرانېستل شوه.

د دغې نل لیکې په وسیله د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې د سوېلي اسیا هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان او هند ته لېږدول کیږي.

د روان کال د زمري پر درېیمه نېټه اېم سي سي چينایي کمپنۍ له يوې نيمې لسيزې ځنډ وروسته په لوګر کې د دغه کان په لومړنيو کارونو کې کان ته د تلونکي سړک د جوړولو چارې پيل کړې.

طالبانو د عینک کان د لومړنيو چارو د پيل په مراسمو کې ټينګار کړی و، چې د کان چارې به د افغانستان د ګټو او چینايي شرکت له پخوانيو ژمنو سره سمې پر مخ ځي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button