ستاسې اند او نظرسیمه ییز خبرونه

د پنجاب روزل شوي طالبان به بادار ته زیان ورسوي؟

طالب مشران وايي، موږ د پاکستان د خرابولو نیت نه لرو، خو سوال دادی چې ایا پاکستان ته طالبان څه ویلی شي؟

کله چې یو استخباراتي سازمان د طالب په څېر یوه ډله د خپلو موخو لپاره روزي او ګټه ترې اخلي، نو دغه استخباراتي سازمانونه دومره ساده نه وي چې به خپل روزلی کس یا ډله ازاده پرېږدي او بلاک مېل کړي به یې نه وي.

په اوس وخت کې د طالب او اسلام اباد د اړیکو د خرابوالي موضوع په رسنیو کې ډېره ګرمه ده او له همدې امله ملا شیرین اخند چې د طالبانو د امیر ملا هیبیت الله اخوند نږدې کس ته اسلام اباد ته لاړ او پاکستان بیا ملا فضل الرحمان چې د پاکستان د استخباراتي ادارې ای ایس ای مهم همکار دی، تېره ورځ کابل ته راغی تر څو د طالبانو او اسلام اباد په وینا اوسنی بې باوري له منځه یوسي، خو په اصل کې دا ډول موضوعات هم د استخباراتي ادارو لخوا یو ډول پلان شوی کار وي تر څو د ملتونو فکر ته په بل لوري مسیر ورکړي.

کابل ته د ملا فضل الرحمان راتګ

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر ملا فضل الرحمان چې د روانې میاشتې په ۱۷مه نېټه یې د طالبانو په بلنه کابل ته سفر کړی، د خپل سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د تفاهم او د ستونزو د هواري لپاره د لارې هوارول ښودلي.

mulla fazal2
انځور؛ ملا فضل الرحمان په پاکستان کې له یوې برتانوۍ استازي سره د لیدنې پر مهال.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر ملا فضل الرحمان په کابل کې د طالبانو له رییس الورزا ملا محمد حسن اخوند سره وکتل.

نور ولولئ: امیرخان متقي: ټي، ټي، پي او اسلام اباد هوکړې ته نږدې و، خو د پاکستان حکومت شاته شو

نور ولولئ: ذبیح الله مجاهد وايي چې د امارت پر ضد د تبلیغاتو مخنیوي لپاره مولانا فضل الرحمان ته دعوت ورکړی

نور ولولئ: متقي: له پاکستان سره ښې اړیکې غواړو

حسن اخوند په دې کتنه کې وویل، چې د دواړو هېوادونو د حکومتونو په اړیکو کې ښايي ننګونې موجودې وي؛ خو خلک او عالمان نه بېلېدونکې ارزښتونه او مشترکات لري.

د طالبانو رییس الوزرا زیاته کړه، چې دغه ډله د پاکستان په ګډون نورو هېوادونو ته د زیان رسولو اراده نه لري او نه هم چا ته اجازه ورکوي، چې له افغانستانه کوم بل هېواد تهدید شي.

mulla fazal4
انځور؛ ملا فضل الرحمان او څو تنه پاکستاني عالمان په ارګ کې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې افغانستان ته د ملا فضل لرحمن سفر له یاد وزارت سره پلان شوی سفر نه دی.

دلته اوس اساسي مسایل څه دي؟

وګورئ، پاکستان د ملا فضل الرحمان سفر رسمي نه بولي، ځکه که د ای ایس ای په چوکاټ کې یې اعلان کړي، بیا خو طالب ته په افغان ملت کې ځای نه شي پیدا کولی او پاکستان هڅه کوي چې له طالب هغه ټاپه لرې کړي چې د ملت لخوا ورباندې وهل شوي او هغه ټاپه د پنجاب روزل شوي ډله ده، خو ددې پاکول هېڅ امکان نه لري. مثالونه به ورکړو:

۱. کله چې د امیر خان متقي، ملا محمد حسن اخند، ملا هیبت الله اخند، ملا یعقوب او نور لوړ پوړي طالب چارواکي د پاکستان په بانکونو کې پیسې ولري، په دغه هېواد کې یې کورنۍ، مدرسې او جایدادونه وي، په جیبونو کې یې د پاکستان پاسپورټ او شناختي کارډونه وي، دوی کولی شي چې افغان ملت ته ثابته کړي چې موږ د ای ایس ای روزل شوي کسان نه یوو.

۲. کله چې د دوی کورنۍ هلته وي، لوڼې او زامن یې د پاکستان پوهنتونونو او ښوونځیو ته ځي، ایا دوی کولی شي چې د پاکستان په مقابل کې او یا د پنجاب پرضد کوم اقدام وکړي؟ نه، دا هېڅ امکان نه لري، نو ځکه به ملا محمد حسن اخوند وايي چې دوی پاکستان ته د زیان رسولو نیت نه لري. دا سمه ده چې په ټیټه کچه طالب جنګالي له پاکستان کرکه لري، خو لوړ پوړي چې بیا بلاک لیست دي، د پاکستان پرضد هېڅ نه شي کولی.

mulla fazal3
انځور؛ ملا فضل الرحمان له پخواني پوځي دکتاتور جنرال پرویز مشرف سره.

دا ډول نور ډېر ثبوتونه شته چې طالب د پاکستان په مقابل کې هېڅ ثابتوي، ځکه طالب هلته روزل شوی او که بیا څه پېښېږي، نو ځای به یې پاکستان وي او همالته به ځان رسوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button