سیمه ییز خبرونه

د چمن پرلت بیا پیلیدل؛ په دې اړه سلا مشورې روانې دي

په چمن کې د تېر ۹ میاشتني پرلت تنظیموونکي وايي، پرلت به بیا پیل کړي

په چمن کې د ترسره شوي نهه میاشتني پرلت مشران وايي، په دې اړه یې سلا مشورې پیل کړې دي چې پرلت بیرته پیل کړي.

دا پرلت د پاکستاني حکومت له خوا افغانستان ته د تګ راتګ پر مهال د پاسپورټ او ویزې شرط لازمي کېدو پرضد ترسره شوی وو.

د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر له ۲۱مې پیل شوی دا پرلت د پاکستان له حکومتي او پوځي چارواکو سره تر خبرو اترو وروسته د جولايي پر ۲۰مه پای ته رسېدلی وو.

د پرلت مشرانو ویلي وو چې د چمن او سپین بولدک سیمو لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط ختم شوی دی نو ځکه دوی پرلت پای ته رسوي.

د پرلت ویاند صادق خان اڅکزی له رسنیو سره

خو د پرلت د کمېټۍ ویاند صادق اڅکزي د اګست پر څلورمه وویل، حکومت له خپلو ژمنو پرشا شوی دی.د ده په وینا، ژمنه د چمن او سپین بولدک د ټول ولس وه خو بې له پاسپورټ او ویزې د تګ اجازه یوازې پنډیانو یا لغړیانو ته ورکول کېږي.

afghan 2024 08 05t104715.123
د چمن د پرلت ویاند صادق خان اڅکزی

ده وویل، “حکومت پر هغه وعده نه درېږي، موږ د پښتونخوا ملي‌ عوامي ګوند له له صوبايي صدر قهار خان ودان سره لیدلي، د عوامي نېشنل ګوند له صوبايي مشراصغر خان اڅکزي سره لیدلي، له محمود خان اڅکزي سره په رابطه کې یو، موږ به ملتپال پښتانه را ټولوو، قبایلي مشران او د لغړیانو اتحاد به ورسره یو، بیرته به پرلت پیلوو، بله لار نشته.”

نور ولولئ: د چمن پرلت وهونکي وايي چې د پاکستان حکومت ورسره په کړو ژمنو نه درېږي

نور ولولئ: د چمن پرلت ۳۵ دېرشمه ورځ؛ اسلام اباد یې غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی

نور ولولئ: د چمن پرلت ګډونوالو په چمن کې د پاسپورټ اداره تړلي ده

د صادق اڅکزي په وینا، دوی د سیمې د تاریخ تر ټولو اوږد پرلت یوازې د دې لپاره نه وو وهلی چې یوازې مزدورانو ته دې بې له پاسپورټ او ویزې د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

دواړو غاړو ته یو افغان

ده زیاته کړه چې په چمن او سپین بولدک کې یو خلک دي، د دوی د مزدوریو او کاروبار تر څنګ رشتې دي. صادق اڅکزي وویل، ” ټول خو لغړیان نه دي چې غوټې وړي او راوړي، هلته زموږ رشتې دي، زموږ جایدادونه دي، کاروبارونه او دوکانونه مو دي. خو دوی یوازې دا غواړي چې لغړیانو ته اجازه ورکړي چې په موږ کې بې اتفاقي رامنځ ته کړي.”

صادق اڅکزي زیاته کړه چېلغړیانوهم اوس له تلو راتلو بایکاټ کړی دی او غوښتنه کوي چې د چمن او سپین بولدک ټول ولس دې بې له پاسپورټ او ویزې تګ راتګ ته پرېښودل شي.

خو د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا لانګو وايي، حکومت چې له پرلتوالو سره کومه وعده کړې وه پر هغه ولاړ دی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button