نړیوال خبرونه

د ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته د طالبانو غبرګون

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، طالبانو د بګرام هوايي اډه چین ته سپارلي ده

دا یوازې ډونالډ ټرمپ نه دی بلکې د امریکا نور لوړپوړي چارواکي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو نیوکه لري او په ورته وخت کې جوبایډن له طالبانو سره په معاملې تورنوي.

په کابل کې د طالبانو د واکمن رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا د مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی، چې د افغانستان په تړاو یې کړي.

طالبانو د امریکایانو د وژلو جرئت نه درلود

ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي ، چې د ده د واکمنۍ پر مهال طالبانو په افغانستان کې یو امریکایي سرتېری هم نه دی وژلی او د دې کار جرئت یې نه درلود.

د ده په وینا، د ده پر ځای د اوسني ولسمشر جوبایډن له واکمنیدو سره هغه له افغانستان څخه ځواکونه په نامسوولانه او داسې ډول وویستل، چې د وتو پر مهال یې هم امریکایي سرتېري ووژل شول او طالبانو ته د څه باندې ۸۰ میلیارده ډالره پوځي تجهیزات پاتې شول.

نور ولولئ: ولسمشر غني: ملګرو ملتونو او امریکا د ډیجیټلي حکومتولۍ مخه نیوله

نور ولولئ: جان بولټن: امریکا باید د طالبانو مخالفو ډلو سره پوځي مرستې وکړي

نور ولولئ: مایکل والټز: “له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل ددې ملت لپاره لوی شرم دی”

پر طالبانو نیوکه همدا وه چې دوی بهرنیان نه وژني بلکې ټول بریدونه یې پر افغان سرتېرو دي.

شنونکي وايي، هغه مهال چې طالبانو څومره بهرني پوځیان اسیران کړي، هغوی یې ساتل او افغان ځواکونه به یې وژل.

afghan 2024 07 20t084835.418
د ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته د طالبانو غبرګون

مخکیني امریکايي ولسمشر، چې بیا ځلي ټاکنو ته هم نوماند دی او په نظر پوښتنو کې مخکښ ښکاري؛ طالبان د امریکایي وسلو او تجهیزاتو په پلورلو او چین ته د بګرام هوایي اډې د سپارلو ادعاوې هم کړې دي.

طالبانو وسلې او تجهیزات نه دي پلورلي

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي، چې دوی امریکایي وسلې او تجهیزات نه دي پلورلي.

طالب ویاند د ټرمپ نورو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو دومره یې ویلي چې د دوحې تړون دوی له افغانستانه د امریکایي سرتېرو د وتو لپاره کړی و.

د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو له را نږدې کېدو سره د افغانستان قضیه بیا د امریکایي سیاستوالو تر منځ په لویې ناندرۍ بدله شوې ده.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې واکمنۍ پر مهال ملا برادر ته په پاکستان کې د هغه د کور انځور لېږلی و او ګواښ یې کړی و چې که په افغانستان کې پر امریکایانو برید وشو، نو د هغه کور به له منځه یوسي.

راپورونه وايي، طالبانو ته امریکا اوس هم پیسې ورکوي او ددوی رژیم حمایه کوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button