Uncategorized

د ښځو د فوټبال نړیوال جام؛ کولمبیا په وروستیو شیبو کې جرمني ته ماتې ورکړه

د ښځو فوټبال نړیوال جام سیالیو کې نن کولمبیا په وروستیو شیبو کې جرمني ته ماتې ورکړه

د ښځو د فوټبال د نړیوال جام د سیالیو په لړ کې کولمبیا، جرمني ته په ۹۷مه دقیقه کې ماتې ورکړه.

د اسټرالیا په پلازمینه سیډني کې د لوبې په وروستیو شیبو کې د کولمبیا د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې مدافع لوبغاړې، مانویلا وانیګاس د یو ګول په وهلو سره د جرمني د ملي لوبډلې پر وړاندې خپل لوبډله، ۲ د ۱ په وړاندې بریالۍ کړه.

نور ولولئ: د ښځو فوټبال نړیوال جام سیالۍ؛ د امريکا لوبډلې لوبه مساوي کړه

د جرمني د لوبډلې برید کوونکې الکساندرا پاپ، د لوبې په ۸۹مه دقیقه کې د یو ښکلي ګول په وهلو سره لوبه یو د یو په مقابل کې مساوي کړې وه.

خو د کولمبیایي بریدګرې وانیګاس بیساري هڅه د کولمبیا لوبډلې ته درې امتیازونه په برخه کړل او اوس دا لوبډله د شپږو امتیازونو په لرلو سره د “ایچ ګروپ” په سر کې دی.

جرمني او مراکش په کوم مقام کې دي؟

جرمني او مراکش په ترتیب سره د دریو پاینټونو په درلودلو سره په دوهم او دریم مقام کې دي او سویلي کوریا د دوو ماتو او هیڅ نمرو په لرلو سره د ګروپ د جدول په پای کې ده.

په “الف ګروپ” کې سویس او ناوری په ترتیب سره د پنځو او څلورو پواینټونو په لرلو سره په لومړي او دویم ځای کې دي.

نور ولولئ: د ښځو فوټبال نړیوال جام پیل؛ لومړۍ لوبه له استرالیا، نیوزیلنډ وګټله

همدغه راز په “بي ګروپ” کې نایجریا او کاناډا د څلورو نمرو په لرلو سره په لومړي او دویم ځای کې دي.

په “سي ګروپ” کې اسپانیا او جاپان د شپږو پواینټونو په ګټلو سره په لومړي او دوهم کتار کې دي او په ډي ګروپ کې انګلستان په شپږو پواینټونو سره په لومړي او ډنمارک د دریو پواینټونو په لرلو په دوهم ځای کې دي.

په دې لوبو کې د لوبډلو شمېر او امتیازونه

په “الف ګروپ” کې امریکا د څلورو پاینټونو په لرلو، فرانسه په “ایف ګروپ” کې د څلورو پواینټونو او سویډن په “جي ګروپ” کې د شپږو امتیازونو په لرلو سره د خپلو ګروپونو په سر کې دي.

د ښځو د فوټبال دا نړیوال جام په اسټرالیا او نیوزیلنډ کې په ګډه ترسره کېږي او د ۳۲ هېوادونو لوبډلې پکې برخه لري.

ددې تر څنګ د فوټبال دا ښځینه نړیوال جام د تېرو کلونو په پرتله خورا له جوش ډک دی او ګڼ تماشه‌چیان ورمات شوي دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button