د یورانوس په سپوږمکیو کې د ژوند احتمال
ساینسپوهانو د یورانوس سپوږمکۍ کې د ژوند د احتمال خبر ورکړی دی
ساینسپوهانو په یوه تازه څېړنه کې دا احتمال وړاندې کړی چې د یورانوس سیارې سپوږمۍ ښایي د ژوند کولو لپاره لازم شرایط ولري.
دغه څېړنه چې د وویجر-۲ فضايي بیړۍ د راټولو شوو معلوماتو پر بنسټ ترسره شوې، ښيي چې د دې سیاروي نظام په اړه زموږ پخوانۍ پوهه د وویجر ستوربیړۍ د تېرېدو پر مهال د نامعمولو جوي حالاتو له کبله اغېزمنه شوې وه.
د ناسا وویجر-۲ فضايي بیړۍ په ۱۹۸۶ (۱۳۶۵ هجري شمسي) کال کې د یورانوس او د هغې د پنځو اصلي سپوږمیو له څنګ څخه تېره شوه او تصویرونه او معلومات یې ولېږل، چې ښودله یې یورانوس او د هغې سپوږمۍ په ظاهره غیرفعاله او بېحرکته دي.
تحریف شوی امکان
خو دا نوې څېړنه، چې په “نیچر آسټرونومي” ژورنال کې خپره شوې، ښيي چې دا معلومات ښایي د یوه ځواکمن لمریز توپان له کبله چې د فضايي بیړۍ د تېرېدو پر وخت پیښ شوی و، تحریف شوي وي.
ساینسپوهان وايي چې دغه حالت، چې یوازې په څلور سلنه وخت کې پېښیږي، زموږ پر هغه پوهه اغېز لرلی شي چې تر دې دمه مو د دې سیارې په اړه درلوده.
نور ولولئ: د ۲۰۲۳ کال د مصنوعي ځیرکتیا غوره چټبوټونه
نور ولولئ: د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته مړو ته ډیجيټلي ژوند د ورکولو هڅې
نور ولولئ: مصنوعي ځیرکتیا څومره پېژنئ؟
د یورانوس له څنګه د وویجر-۲ تېرېدو د دې سیارې په شاوخوا کې نوي حلقې او څو سپوږمۍ ښکاره کړې، خو د یورانوس د مقناطیسي سپهر یا ډال په اړه د دې فضایي بیړۍ مشاهدې د ستورپوهانو له توقعاتو سره خورا متفاوت وو.
مقناطیسي سپهر، یا مګنېتوسفر، هغه محافظتي حبابونه دي چې د ځمکې په څېر سیارې رانغاړي، له یوه قطب څخه وځي او بېرته بل قطب ته ننوځي. دا مقناطیسي حبابونه سیاره له لمریزو توپانونو، یعني د انرژۍ لرونکو ذراتو او ګاز له هغه دوامداره جریان څخه ساتي چې له لمر څخه خارجېږي.
جیمي جاسینسکي، چې د ناسا په جی پي ایل (JPL) کې د فضایي پلازما فزیکپوه دی، وايي که وویجر-۲ څو ورځې وړاندې رسېدلی وای، نو په یورانوس کې به یې یو بیخي مختلف او بې له کومې ستونزې مقناطیسي سپهر لیدلی وای.
په دې توګه، د دې څېړنې لیکوالانو ټینګار کړی چې د یورانوس سیاروي نظام په اړه زموږ پوهه خورا محدوده ده او د وویجر-۲ موندنې باید د یورانوس د مقناطیسي سپهر د پوهې لپاره د معیار په توګه ونه ګڼل شي.
د یورانوس سپوږمکۍ شرایط
ډاکټر ویلیام دان، چې د لندن کالج پوهنتون د څېړنیز ټیم مشري کوي، د دې موضوع په توضح کې وايي: “نوي موندنې ښيي چې د یورانوس سپوږمۍ ښايي داسې شرایط ولري چې د ژوند لپاره مناسب وي، چې په دې کې نر ځمکې لاندې سمندرونه شامل دي چې کېدای شي د بیلابیلو ژوو ځای وي.”
ناسا له وړاندې، په یوه راپور کې چې په ۲۰۲۲ کال کې خپور شو، ویلي و چې د یورانوس لپاره ځانګړی ماموریت یې یو لومړیتوب ګرځېدلې دی.
ناسا په دې هڅه کې ده چې د ۲۰۳۰مو کلونو په پیل کې د یورانوس مدار ته یوه نوې ستوربیړۍ او پلټونکې ولېږي. که که دغه ماموریت، ترسره شي، دا به د ناسا تر ټولو ستر ماموریت وي، چې پکې به د یورانوس د مدار څېړنه او بیا د هغې له اتومسفیر څخه د نمونې اخیستنه شامله وي.
په همدې وخت کې، وویجر-۲ چې اوږد عمر لري، لا هم خپل سفر ته دوام ورکوي او اوس مهال له ځمکې شاوخوا ۲۱ میلیارد کیلومتره لرې دی او د ستورو ترمنځ په فضا کې خپلې پلټنې ته دوام ورکوي.