روغتیا

د یوې کښتۍ پاتې شونې موندل شوي چې د اسټرالیا نږدې ۱۰۰۰ سرتیري پکې ۸۱ کاله وړاندې وژل شوي و

د جاپان یوه ترانسپورتي کښتۍ چې د دویم نړیوال جنګ پر مهال د فلیپین په اوبو کې تر ویشتل کېدو وروسته ډوبه شوې وه او د سرتیرو په ګډون پکې د اسټرالیا نږدې زر اتباع وژل شوي و، تر ډوبیدو ۸۱ کاله وروسته وموندل شوه

د مونتيویدیو مارو په نامه دا کښتۍ د ۱۹۴۲ میلادي کال د جولای د میاشتې په لومړۍ نیټې د یو امریکایي اوبتل لخوا چې عملې ته یې مالومه نه وه په کښتۍ کې د جګړې اسیران سپاره وو، وویشتل شوه او په سمندر کې ډوبه شوه.

د Silentworld Foundation په نامه ډله چې په سمندر کې د لرغونو آثارو په هکله مالومات راټولوي او د دې کښتۍ د پیدا کولو د ماموریت بندوبست یې هم کړی و، ویلي چې د کښتۍ پاتې شوني څه باندې څلور کیلو مټره لاندې د سمندر په تل کې پیدا شوي دي.

نور ولولئ: بریتانيا ته د اوښتو پر مهال يو کډوال ډوب شوی او ۳۰ نور ژغورل شوي

د دې کښتۍ ډوبېدل په اسټرالیا کې په سمندري پېښو کې تر ټولو ناوړه پېښه وه او اټکل دا دی چې ۹۷۰ اسټرالیایي اتباع پکې وژل شوي و چې لږ تر لږه ۸۵۰ یې سرتیري و.

په کښتۍ کې ټول ۱۰۶۰ تنه وژل شوي و چې پاتې نور یې د دیارلسو هیوادنو ملکي وګړي و خو په اعلامیې کې دا نه دي ویل شوي چې دا کسان د کوم هیواد یا هیوادونو وګړي و.

د دې کښتۍ د لټولو او پیدا کولو چارو تقریبا پنځه کاله وخت ونیوه

د اسټرالیا صدراعظم انتوني البانیز د کښتۍ د پاتې شونې تر پيدا کېدو وروسته په خبري کنفرانس کې وویل: “بالاخره د مونتیویدیو مارو د ورکو شویو ارواوو لپاره د آرام ځای وموندل شو.”

تر پنځو کلونو پلان جوړولو وروسته پلټونکو د جنوبي چین د سمندر په شمال ختیځ کې د فلیپین د لوزون په ټاپو کې دا کښتۍ په دولسو ورځو کې پیدا کړه.

هغوي د ټکنالوژۍ د پرمختللو وسایلو څخه کار اخیست او داسې موټر څخه یې هم پکې کار اخیسته چې پخپله د اوبو لاندې تګ کوي او د غږ کشف کولو په واسطه شیان پیدا کوي.

د دې کښتۍ پاتې شونې د Titanic څخه هم ژورې پرتې دي او د Silentworld Foundation مسؤلینو ویلي چې په کښتۍ کې د وژل شویو کسانو کورنیو ته د درناوي له کبله به دا کښتۍ د ځمکې له تل څخه ونه خوځول شي او نه به هم ترې وسایل او د انسانانو پاتې شونې لیرې شي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button