افغان کډوال

روانه اپریل میاشت کې تر ۱۰۰ زره ډېر افغان کډوال له پاکستانه جبري ایستل شوي

اړوند خبرونه:

عباس عراقچي: د افغان کډوالو د ستنېدو بهير به تدريجي وي

علیرضا بیګدلي: ایران کې افغان کډوال د دې هېواد په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لري

ملګري ملتونه: تېرو ۲ورځو کې نږدې ۹زره افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت نن (سې شنبه) وویل چې په تېرو درې اوونیو کې تر ۱۰۰ زره زیات افغانان له پاکستانه وتلي دي.

پاکستان د اپرېل پر ۱مه د افغانانو د جبري ایستلو پراخ کمپاین پیل کړ او هغوی یې “ترهګر او مجرمان” وبلل.

د فرانس پریس اژانس د راپور پر اساس شنونکي وايي، پاکستان د دې لپاره دافغان کډوال باسي چې پر ګاونډي افغانستان فشار واچوي، ځکه اسلام‌اباد تور پورې کوي چې طالبان د ټي ټي پي د جنګیالیو ملاتړ کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت فرانس پرېس خبري آژانس ته ویلي: «یوازې د اپرېل په میاشت کې ۱۰۰۵۲۹ افغانان له هېواده وتلي دي.»

د اپریل له پیله، هغه مهال چې د وتلو وروستۍ نېټه ختمه شوه، د افغان کورنیو کاروانونه د تورخم پر لور روان شوي. دوی افغانستان ته ستنېږي، چې له بشري بحران سره مخامخ هېواد بلل کېږي.

۲۷ کلن ځوان الله رحمان، چې د شنبې په ورځ یې په تورخم کې له فرانس پریس سره خبرې کولې، وویل: «زه په پاکستان کې زېږېدلی یم او هیڅکله مې افغانستان نه دی لیدلی. وېرېدم چې پولیس به ما او زما کورنۍ سپک کړي. اوس له بې وسۍ بېرته افغانستان ته ستنېږو.»

د افغانستان د طالبانو د حکومت ريیس الوزرا ملاحسن اخوند د شنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار سره د هغه د لنډ سفر پر مهال، د اسلام‌اباد دا “یواړخیز اقدامات” وغندل.

اخوند له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې «په عزت د افغان کډوالو بېرته ستنیدو شرایط برابر کړي او شرایط ورته اسانه کړي.»

د پاکستان په سند او پنجاب ایالتونو کې میشتو افغانانو ویلي، له څو اوونیو راهیسې د پولیسو له لوري ځورول کېږي، نیول کېږي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button