سیمه

روسیه او ازبکستان: افغانستان کې سوله راته لومړيتوب لري

د روسیې او ازبکستان ولسمشرانو ویلي، دوی ته په افغانستان کې سوله او ټیکاو مهم دی

د منځنۍ اسیا هېوادونو په افغانستان کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو د ودې باره کې بیا بیا اندېښنې ښوولي.

دغه هېوادونو بار، بار ویلي چې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې ترهګر د ودې په حال کې دي.

خو اوس د روسیې او ازبکستان ولسمشران وايي، تر هر څه لومړی ورته په افغانستان کې ټیکاو مهم دی.

د روسیې او ازبکستان ولسمشران وایي، په افغانستان کې د سولې او ټیکاو ټینګښت تر هر څه زیات ورته لومړیتوب لري.

د دواړو ولسمشرانو ګډ خبري کنفراسن

تاس خبري اژانس د دوشنبې په ورځ لیکلي، دغه موضوع ازبکستان ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سفر کې د هغه او د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف په ګډې خبرپاڼه کې یاده شوې ده.

د روسیې او ازبکستان د ولسمشرانو په ګډې خبرپاڼه کې راغلي:« د هېوادونو مشران په افغانستان کې د سولې او امنیت ټینګښت د منځنۍ اسیا هېوادونو او ګاونډیو سیمو لپاره د سولې او ټیکاو ستر لامل بولي.»

نور ولولئ: مسکو طالبانو ته: “روسیه به د دوحې غونډه کې د طالبانو د ګډون شرطونه م.م ملتونو سره بحث کړي”

نور ولولئ: طالبان: “له مسکو سره ښې اړیکې لرو، چاته یې د خرابولو اجازه نه ورکوو”

د دغه راپور پر بنسټ، دواړه هېوادونه « غواړي خپلې هڅې د مسکو فرمټ، د شانګهای همکاریو سازمان او نورو میاکانیزمونو په اډانه کې د افغانستان د کشالې د هواري لپاره همغږي کړي.»

د ترهګرو له تور لېست د طالبانو لرې کول

د روسیې رسنیو خبر ورکړ چې مسکو د افغانستان اوسني واقعیتونو ته په کتو طالبان د ترهګرو له تور لېست څخه لرې کوي.

روسیه غواړي چې د پخوا په څېر له طالب چارواکو سره ښې اړیکې ولري او دغه ډلو د ترهګرو له تور لېست لرې کړي.

طالبانو هم د روسیې له دغه اقدام هر کلی کړی دی.

afghan (1)
د روسیې او ازبکستان ولسمشرانو ویلي، دوی ته په افغانستان کې سوله او ټیکاو مهم دی

روسیه او د منځني ختیځ هېوادونو نه غواړي چې افغانستان کې له طالب پرته نورې ډلې سر راپورته کړي او د دوی امنیت وګواښي.

له همدې امله د روسیې ولسمشر ویلادیمیرپوتین ازبکستان ته سفر وکړ، د نورو مسائیلو تر څنګ کې ددغه هېواد له ولسمشر سره د افغانستان پر مسئله هم بحث کړی دی.

دواړه خواوو همدارنګه د بېلاروس، روسیې، قزاقستان، ازبکستان، افغانستان او پاکستان د ټرانسپورټي دهلیز لومړۍ غونډه مثبته وبلله.

ولادیمیر پوتین د یکشنبې په ماښام ( د غبرګولي ۶مه) ازبکستان ته ولاړ.

دا د ښاغلي پوتین د ولسمشرۍ پنځمې دورې له پیل راهیسې درېیم بهرنی سفر دی.

د هغه د ولسمشرۍ نوي پړاو لومړی او دویم سفر چین او بېلاروس ته و.

د یادونې وړ ده چې روسیه د افغانستان له خاورې تهدید ته پوره پاملرنه کوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button