رویټرز: ډېر امکان شته چې بشار اسد هوايي پېښه کې وژل شوی وي
رویټرز د بشار اسد د ممکنه وژل کېدو خبر د خپلو باوري سرچینو له قوله ورکړی دی
د سوریې دوو سرچینو د یکشنبې په ورځ رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې “ډېر امکان شته” چې بشار اسد په هغه الوتکه کې وژل شوی وي چې دی یې له سوریې څخه نامعلوم ځای ته بېوه، ځکه چې د الوتکو د څرک لګولو په ویبپاڼه، فلایټ رادار کې الوتکه نادرکه شوې ده.
یوې سرچینې رویټرز ته ویلي، کېدای شي د الوتکې ترانسمیتر بند شوی وي، خو ډېر احتمال شته جې نوموړی وژل شوی وي.
له راداره د الوتکې ورکېدل
د سرچینې په وینا، د سوریې هوایي شرکت الوتکه هغه مهال د دمشق له هوايي ډګره والوته چې د بشار اسد د حکومت وسله وال مخالفان پلازمېنې ته ننوتل. د بشار اسد د سپرلۍ الوتکه لومړی د سوریې ساحلي سیمې ته چې د اسد کورنۍ په کې نفوذ لري، حرکت وکړ. خو وروسته یې په ناڅاپي ډول خپله لاره بدله کړه، څو دقیقې مخالف لوري ته والوته او بیا له راداره ورکه شوه.
رویټرز نه دی توانېدلی چې تایید کړي چې ایا په الوتکه کې یقینا بشار اسد و که نه.
نور ولولئ:د سوریې یاغیان: “په یوه ځواکمن برید کې حلب ښار ته ننوتو”
نور ولولئ: په سوریه کې د حلب ښار لاندې کېدونکي ډله هيئة تحرير الشام څوک ده؟
وروسته په ځینو راپورونو کې ادعا شوې چې په هغه سیمه کې چاودنه شوې چیرې چې وروستی ځل یاده الوتکه لیدل شوې وه. خو تر اوسه د غورځېدلې الوتکې باډۍ یا ټوټو په اړه راپور نه دی خپور شوی.
د بشار اسد د وتلو په اړه ناخبري
یوه اسراییلي خبریال باراک راوید، د یکشنبې په ورځ ویلي و چې اسد نن سهار له دمشق څخه د وتلو په حال کې څارل شوی و او داسي ښکارېده چې غواړي روسیې ته ولاړ شي.
د اسراییل یدیعوت احرونوت ورځپاڼې د یکشنبې په غرمه د اسراییلي پوځې سرچینو په حواله لیکلي چې دغه هېواد لا تر اوسه نه شي تاییدولی چې ایا اسد له سوریې او په ځانګړې توګه له دمشق څخه وتلی او که نه دی.
له تېرې اوونۍ راهیسې ویل کېدل چې د اسد ښځه او درې ماشومان روسیې ته تللي دي. د اسد ښځه، اسما، څو ځله د وینې د سرطان لپاره په روسیه کې تداوي شوې ده.
په همدې حال کې د سیمې د رسنیو د راپورونو له مخې، بشار اسد چې له ادلب څخه د یاغیانو د حرکت په لومړیو ورځو کې مسکو ته تللی و، داسي ښکاري چې خپله مېرمن او ماشومان یې هم هلته وړي دي.