Uncategorized

ریچارډ بنیټ: نړۍ باید په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه هر اړخیز پلان جوړ کړي

بنیټ په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه د نړۍ د هر اړخیز پلان غوښتنه وکړه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارد بینیټ د جمعې په ورځ پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د روان کړکېچ د هواري لپاره یو هراړخیز، د بشري حقونو متمرکز پلان جوړ او عملي کړي.

بینیټ وویل، د نړیوالې ټولنې له لوري د یوه متحد او پیاوړي غبرګون د نشتوالي له کبله طالبان زړه ور شوي چې افغانستان په یوه داسي هیواد بدل کړي چې په منظم ډول ښځې وځپل شي، او دې وضعیت ته اوس ډېری افغانان د “جنسیتي اپارتاید” اصطلاح کاروي.

ده په خپل وروستي راپور کې د ښځو او نجونو زیاتېدونکې ستونزې او د طالبانو د واکمنۍ اوږدمهاله اغېزې بیان کړې.

د امربالمعروف د قانون په اړه اندېښنه

بینیټ د طالبانو د نوي “امر بالمعروف او نهی عن المنکر” قانون په اړه ځانګړې اندیښنه څرګنده کړه، چې په اګست کې رسمي شوی او هغه یې د ښځو او نجونو پر حقونو د زیاتېدونکو محدودیتونو د رسمي کولو یوه بېلګه وګڼله.

ده وویل: “دغه قانون په ټولنه کې په ټولو کچو اغېزه کوي او ښځې او نجونې له عامه ژوند څخه محروموي.”

نور ولولئ: طالبان د ښځو د نیونو په تړاو د یوناما اندېښنې بې ځایه بولي

نور ولولئ: د ریچارډ بنېټ وروستی راپور؛ له طالبانو سره پر بندیانو ښځو جنسي تیري شوي

ځانګړي راپورتر د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په خپل وروستي راپور کې په افغانستان د خبریالانو، لږکیو، پخوانیو حکومتي چارواکو، امنیتي پرسونل او قانوني مسلکي کسانو ته د ګواښونو یادونه وکړه.

بینیټ له طالبانو وغوښتل چې خپلې ظالمانه پالیسۍ بدلې کړي او اساسي بشري حقونه بېرته ورکړي، او له نړیوالې ټولنې یې د افغانانو د ملاتړ لپاره د همغږې شوې هڅې غوښتنه وکړه.

afghan 2024 11 02t005241.391

بشري حقونو په خوندیتوب کې پرمختګونه

هغه وړاندیز وکړ چې هېوادونه دې له طالبانو سره د اړیکو په عادي کولو کې ځان وساتي تر هغه چې په بشري حقونو کې څرګند پرمختګونه نه وي شوي او د عدالت او حساب ورکونې لپاره روښانه لارې نه وي ټاکل شوي.

بینیټ په نیویارک کې له ملګرو ملتونو او غړو هېوادونو وغوښتل چې د ښځو، سولې، او امنیت اجنډا په کار واچوي او د افغانستان په اړه خپلواکه ارزونه ترسره کړي.

هغه له امنیت شورا او عمومي اسمبلۍ غوښتنه وکړه چې د افغانستان لپاره د سولې او حقونو ته درناوی لرونکي راتلونکي ملاتړ وکړي.

د ملګرو ملتونو په وینا، افغانستان چې د طالبانو تر واک لاندې څلورم کال ته ننوځي، په هېواد کې، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره، د بشري حقونو بحران لا پسې خرابېږي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button