افغانستان

زلمی خلیلزاد: راتلونکې نوي کال کې باید د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانېستل شي

اړوند خبرونه:

م.م. کې د امریکا سفیره وايي، امریکا طالبان په رسمیت نه پیژني

افغانستان په هغو لسو هېوادونو کې دی چې نجونې پکې ښوونځي ته نه شي تللی

توماس: افغانستان کې زده‌کړو ته د نجونو پر تګ او ټولیزو ګټو اجماع شته

د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد وايي د ښځینه زده کړو لپاره په دې وروستیو کې دوه هیله بښوونکي، پرمختګونه شوي دي.

خلیلزاد وايي، لومړی دا چې د نجونو د زده کړو په اړه نړیوال کنفرانس جوړ او ټينګار یې وکړ، چې د زده کړو حق د ښځو او سړو لپاره یو ډول دی.

نوموړی دغه راز وایي چې د طالبانو لوړ پوړي چارواکي، شېر محمد عباس ستانکزي هم له مشرتابه غوښتي، چې د نجونو د زده کړو حقونه باید ورکړل شي.

ستانکزي پرون یکشنبه له خپل مشرتابه وغوښتل چې ژر د نجونو پرمخ ښوونیزې دروازې خلاصې کړي.

خلیلزاد دغه زیاته کړې، چې د ټولو هېوادپالو افغانانو ترڅنګ علماء او د طالبانو حکومت نور چارواکي هم د زده کړو د بندیز “مخالفت” وکړي او د نوي لمریز کال له پیل سره د نجونو پر مخ پوهنتونونه او ښوونځي بېرته پرانیستل شي.

د طالبانو حکومت له راتګ وروسته افغانستان کې د نجونو پرمخ ښوونیزې دروازې تړل شوې دي.

وروستی بندیز د روغتیایي انسټېټیوټونو وو، چې طالبانو ترې نجونې منع کړې.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button