افغانستان

ستانکزی: د امریکا لخوا په افغانستان کې د “بمونو مور” او کیمیاوي وسلو استعمال د هېواد اقلیم ته زیان اړولی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی وایي، د امریکا له‌خوا د “بمونو مور” او کیمیاوي وسلو کارولو د افغانستان اقلیم ته درانه زیانونه اړولي دي.

اړوند مطالب:

عباس ستانکزی ازادې رسنۍ غواړي، خو بله ډله طالبان ورباندې محدودیت وضع کوي

عباس ستانکزی د ښځو زدکړې واجب بولي

نوموړي دغه څرګندونې نن د اقلیمي بدلون د ۲۹مې نړۍوالې غونډې د پایلو او اغېزو د ارزونې په کنفرانس کې کړې دي.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړې: «د پخواني شوروي اشغال پر مهال د جګړو له امله د افغانستان ۸۰ سلنه ځنګلونه له منځه تللي.»

د هغه په وینا، د اقلیمي بدلون ناورین د «اشغال» پرمهال پیل شوی او دغې ډلې ته په میراث پاتې دی.

‏ښاغلي ستانکزي د دغه ناورین د حل لپاره د هېواد د اوبو د کنټرول او مدیریت پر اهمیت هم ټینګار وکړ.

په دغې غونډه کې ‏د طالبانو د چاپېريال ساتنې ملي ادارې عمومي مشر مطيع الحق خالص ويلي، چې اقليمي بدلون يوه نړۍواله ستونزه ده چې پر وړاندې یې د مبارزې لپاره ګډو اقداماتو ته اړتیا ده.

د هغه په وینا، که نړۍوال له افغانستان سره په دې برخه کې همکاري و نه کړي؛ نو دغه ناورین به نړۍ هم وځپي.

له بل پلوه په دغې غونډه کې د طالبانو د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري په دغې غونډه کې د وینا پرمهال پر طالبانو د بندیزونو او محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه کړې.

د هغه په وینا، د دغو بندیزونو او محدودیتونو لرې کول د افغانانو حق دی.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره همکاري د هېوادونو مسوولیت بللی دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button