Uncategorized

سپینه ماڼۍ: پر طالبانو له فشار راوړلو بله چاره نشته

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، پر طالبانو د فشارونو راوړل به دوام ورکوي

سپینې ماڼۍ یو ځل بیا ویلي، دوی به پر طالبانو فشار راوړلو ته دوام ورکوي تر څو چې دوی د دوحې تړون عملي کړی نه وي.

طالبانو له ښوونځیو او پوهنتونونو نجونې راګرځولي او دوی ته د زده کړو اجازه نه ورکوي. ښځو او نجونو ته د کار او زده کړو اجازه نه ورکول د امریکا په ګډون نړۍ غوصه کړې او له همدې امله د طالبانو رژیم تر اوسه په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سې شنبې په ورځ په واشنګټن کې د یوې ناستې پر مهال د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو کړه، وړه «له ظلمه ډک» وبلل.

فشارونو ته دوام ورکول

انټونی بلېنکن وویل: «پر طالبانو به نړۍوال فشار ته تر هغې دوام ورکوو، چې د دغې ډلې دغه ځپونکی سیاست چې ټولو افغانانو ته یې زیان اړولی ختم شوی نه وي.»

نور ولولئ: د امرالله صالح تازه مرکه: د جمهوري نظام پرځېدل د امریکا د «سي ای اې» کار و

نور ولولئ: سي ای اې وايي، روسیه د ایران په همکارۍ د ډرون الوتکو کارخانه جوړوي‌

نور ولولئ: د سي اېن اېن نوي موندنې؛ امریکایانو کابل هوايي ډګر کې له ځانمرګي وروسته ځینې کسان په ډزو ووژل

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سې شنبې په ورځ (د چنګاښ په ۱۹مه) د «ښځو، سولې او د ناټو د امنیت» په نوم جوړې شوې ناستې ته په واشنګټن کې وویل : «موږ د مدني ټولنې او د سولې ملاتړي روزو او هغوی غښتلي کوو، چې وکولای شي په ټولنو کې د سولې او خپلواکو ټولنو په رامنځته کولو او د شخړو په پای ته رسولو کې رغنده ونډه واخلي. په تېره بیا په داسې هېوادونو کې لکه افغانستان کې چې واکمنان یې په بې‌رحمۍ سره د ښځو او نجونو حقونه له هغوی څخه تروړي.»

afghan (101)
افغان زده کوونکي

خپلې مبارزې ته دې افغان ښځې دوام ورکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغان نجونو او مېرمنو پر زده‌کړو او کار د لګول شویو بندیزو په اړه وویل: «ښځې او نجونې د خپلو حقونو د تر لاسه کولو او د خپل هېواد د روښانه راتلونکې لپاره خپلو مبارزو ته دوام ورکوي.»

د ټولو نړۍوالو فشارونو سره، سره طالبانو د ښځو په اړه په خپلو سیاستونو کې چې د بشري حقونو د کارپوهانو له نظره د «جنسیتي اپارتاید» ګڼل کېږي بدلون نه دی راوستی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دوحې په ۳مه ناسته کې وویل، د ښځو موضوع د افغانستان کورنۍ موضوع ده او پرېکړه هم په هېواد کې د ننه نیول کېږي.

طالبانو له دریو کلونو راهیسې د نامناسبو شرایطو نه برابرېدل په پلمه د نجونو او ښځو زده کړې ځنډولي دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button