نړیوال خبرونه

سیګار: امریکار د طالبانو په حاکمیت کې له افغانانو سره ۳۰۰ میلیون ډالر بشري مرسته کړې

ددغه مرستو د دوام لپاره ځانګړی میکانیزم هم رامنځته شوی چې مرستندویه بنسټونه به یې پلی کوي

د امریکا حکومت د افغانستان په شمول په ځینو هغو هېوادونو کې چې له خطر ډک بلل کېږي، د همکارو او تطبیقوونکو موسسو په اړه د څار یو ځانګړی میکانیزم تعقیبوي.

د سیګار په راپور کې راغلي چې د امریکا د پراختیايي مرستو ایجنسۍ یو اس اېډ د ځانګړي څار دا میکانیزم تطبیق کړی او دوی یې له کارونو رضایت لري.

د بشري مرستو بېرو باندې د سیګار نیوکه

د سیګار راپور په عین حال کې نیوکه کړې چې د یو اس اېډ اړوندې د بشري مرستو بېرو/دفتر چې له یو اس اېډ څخه جلا خپل کار مخته وړي د تفتیش مقررات سم نه دي رعایت کړي.

سیګار انتقاد کړی چې د بشري مرستو ادارې د عاجلو بشري مرستو د ویش پر وخت شاوخوا اتلس میاشتې د خپلو همکارو او تطبیقوونکو موسسو په اړه د څار یو لړ ځانګړي مقررات نه دي پلي کړي.

نور ولولئ: سیګار وايي، طالبان د بشري مرستو رسونې ادارو کې مداخله کوي

نور ولولئ: سیګار وايي، طالبان د موسساتو‌ ادارو په چارو کې مداخله کوي

نور ولولئ: سیګار وايي، په انجیوګانو کې پر ښځو د طالبانو بندیز د نجونو لومړنۍ زده کړې اغېزمنې کړي

په راپور کې راغلي د بشري مرستو د دفتر دا کار په دې معنی دی چې دې ادارې اتو غیر دولتي موسسو او د هغوی قراردادیانو ته شاوخوا ۴۰ میلیونه ډالره ورکړي چې ښايي اصلي خلکو ته نه وي رسېدلي.

wf1502076 camp 0

د راپورونو په اساس، امریکا متحدو ایالتونو د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له افغانانو سره څه باندې دوه میلیارده او ۳سوه میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

دغه مرستې د طالبانو لاس ته هم لوېدلي

په تېرو څو میاشتو کې د امریکايي مفتشینو او استازیو په منځ کې د دغو مرستو د ځينو برخو د ضایع کېدو یا طالبانو ته د رسېدو په باب نیوکې او اندېښنې څرګندې شوي.

د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال شاوخوا دوه اونۍ مخکې د کمېټې په یوه مجلس کې ویلي وو چې د امریکايي مالیه ورکوونکو له پیسو تر ټولو زیاته ګټه طالبانو ته رسیږي.

نوموړي ویلي:

“طالبان د متحده ایالاتو د مالیه ورکونکو له ډالرو څخه تر بل هر وخت زیات ګټه پورته کوي. هغوی له غیر دولتي موسسو څخه غلا کوي ترڅو خپل جنګیالي بډایه کړي او خپل ځواک پیاوړی کړي.”

د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې هم د سیګار ادارې یو راپور چې ویلي یې وو د امریکا د مرستو ځينې برخې د طالبانو لاس ته رسیږي د امریکایي استازیو اندېښنې او نیوکې پارولې وې.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button