سیاست

شهباز شریف: افغان طالبان د “پردیو په لاس لوبېږي”

شهباز شریف افغان طالبان د وسله‌والو په ملاتړ تورن کړي او ویلي یې دي چې «د پردیو په لاس لوبېږي»؛ طالبان ورته تورونه ردوي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف یو ځل بیا د طالبانو حکومت تورن کړی چې په افغانستان کې وسله‌والو ته پناه او ملاتړ ورکوي. نوموړي ویلي، پاکستان له کابل سره د ستونزو د حل لپاره د دوستو هېوادونو له لارې هم هڅې کړې، خو تر اوسه یې پایله نه ده ورکړې.

د پاکستان صدراعظم د کابینې په غونډه کې ویلي، په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ناامنیو تر شا داسې وسله‌وال فعالیت کوي چې د ده په وینا، له افغان خاورې خپل بریدونه تنظیموي.

شهباز شریف د افغانستان په اړه څه ویلي؟

نوموړي ویلي، پاکستان او افغانستان ګاونډي هېوادونه دي او دواړه باید د ښو ګاونډیانو په توګه ژوند وکړي.

هغه زیاته کړې چې اسلام‌اباد د ترکیې، قطر او چین په ګډون د دوستو هېوادونو له لارې له کابل سره د ستونزو د حل هڅه کړې ده.

د پاکستان صدراعظم طالبان تورن کړي چې «د پردیو په لاس لوبېږي» او د اسلام‌اباد غوښتنو ته یې لازم پام نه دی کړی. طالبانو تر دې وړاندې ورته تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې پاکستان د خپلو امنیتي ستونزو پړه پر افغانستان اچوي.

دا څرګندونې وروسته له هغې شوې چې د پکتیا د ډنډ پټان او د کرمې ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته وشوه.

د ډیورنډ کرښې نښته او د دواړو لورو دریځونه

د طالبانو ۲۰۳ منصوري قول اردو ویلي چې نښته پاکستاني ځواکونو پیل کړې او افغان ځواکونو ځوابي ډزې کړې دي.

پاکستاني پوځ بیا ویلي چې په نښته کې یې یو افسر وژل شوی او ۱۲ وسله‌وال او افغان طالبان یې وژلي دي. د تلفاتو دغه شمېر په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري هم طالبان د وسله‌والو په ملاتړ تورن کړي دي. د طالبانو حکومت دغو وروستیو څرګندونو ته تازه غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي تر دې وړاندې پاکستان تورن کړی و چې پر افغانستان یې هوايي بریدونه کړي او ملکي وګړو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

شهباز شریف او نور پاکستاني چارواکي ټینګار کوي چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر ضد ونه کارول شي، په داسې حال کې چې طالبان دا تورونه ردوي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button