شهزاد محمدي د کرکټ بورډ د ملمستون نه ولې وویستل شو؟
شهزاد محمدي د کرکټ بورډ د ملمستون نه ولې وویستل شو؟ د افغانستان کرکټ ملي ټیم چټک توپوهونکی او ویکټ ساتونکی محمد شهزاد نه یوازې دا چې په تمریناتي کمپ کې نه دی اخیستل شوی، بلکې ویل کېږي چې د کرکټ بورډ د مېلمستون څخه هم ډېر په توهینونکي ډول ویستل شوی هم دی.
دا څرګندونې د ختیځ زون د کرکټ پخوانی مسوول او د کرکټ بورډ د رسنیو پخواني غړي بختیار ساحل په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي دي. نوموړی په خپل يو پوسټ کې لیکي:نن مې له یوه ملګري سره د کریکټ په تړاو مجلس کاوه، راته ویې ویل: شهزاد محمدي یې د ملي لوبډلې له تمریناتي کمپ د فېټنس له وجې وویست او بیا د سلېکشن ډیپارټمنټ یو غړی راغی د بورډ له مېلمستون یې هم په ډېر توهینونکي انداز وویست.
نموړي په خپل پوسټ کې همدا راز مخکې لیکي: کلونه کلونه د هېواد لپاره ولوبېږه، او په هر میدان کې لکه د زمري وځلېږه، اخر دې هم برخلیک داسې شي چې څوک دې د کرکټ ادارې په دروازه هم نه پرېږدي. د شهزاد کرېکټر او فېټنس یوې خوا؛ خو د شهزاد پرفارمېنس د ملي لوبډلې یو توپوهونکی هم نه لري.
بختیار ساحل مخکې وايي: دغه چاره تر شهزاد مخکې له ډېرو نورو هغو مشرانو لوبغاړو سره هم شوې چې یو وخت به پرې لوبغالي ښکلي وو. چې کارکونکو ته د داسې توهین امر فرهان یوسفزی ورکوي که هر څوک چې څه غواړي کوي یې.
باید یاده کړو چې شزاد محمدي ډېر تکړه او با استعداده ځوان لوبغاړی دی نموړی د افغانستان کرکټ نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړي دی هغه چې هر وخت کرکټ کړی نو وطن لپاره ېې ویاړ راوړی دی نوموړی د ښه توپ وهونکي تر څنګ ښه کیپر هم پاتې شوی دی.