طالبانو روژه کې د خپلو ادارو کاري ساعتونه وټاکل

د سرپرست حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري د روژې په مبارکه میاشت کې د مرکز او ولایتونو په کچه د ادارو د کارکوونکو د کار د پیل او پای وخت وختونه اعلان کړل.
د سرپرست حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت نن(سهشنبه، د کب ۷مه) ویلي، چې روژه کې کار د سهار په ۹ بجو پیل او د ماسپښین په ۲ بجو د پنجشنبې ورځو په شمول د ماسپښین د لمانځه له دمې سره دې پای ته رسېږي.
یاد وزارت همداراز زیاته کړې، چې تولیدي، خدماتي موسسې، تل فعال برخې، روغتیايي، نشراتي، ښوونې او روزنې او د لوړو زدهکړو موسسې د خپلو کاري او اقلیمي شرایطو په پام کې نیولو سره د خپلو کارکوونکو د کار د پیل او پای مهال وېشونه تنظیم کړي.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان په ګډون د نړۍ ګوټ ګوټ کې د اسلام دین پر بنسټ د روژې مبارکه میاشت پیل شي. باید وویل شي چې د روژې مبارکې میاشتې لومړنۍ ورځې په اړه به وروسته اعلان وشي.
د یادولو ده چې د یو لمریز کال په اوږدو کې د ژمي، پسرلي او روژې مبارکې میاشتې لپاره کاري ساعتونه په دولتي ادارو کې بدلون کوي.