افغانستان

طالبان: د اختر په خوشالۍ کې څوک هوايي ډزې نه شي کولی

طالب ویاند وايي، څوک د اختر په خوشالۍ کې هوايي ډزې نه شي کولی

طالبانو د اختر په شپه پر هوايي ډزو بندیز لګولی او وايي چې څوک دا حق نه لري چې د هوايي ډزو له امله عامه نظم اخلال کړي.

شیبه مخکې طالبانو ملکي او نظامي کسانو ته خبرداری ورکړی، چې د اختر به خوشالۍ کې بايد هوايي ډزې ونه کړي.

د دې ډلې وياند ذبیح الله مجاهد ويلي، چې که چا سرغړونه وکړه، قانوني چلند به ورسره وکړي.

پر هوايي ډزو بندیز لګېدلی

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، د امينتي او تصفيوي کميسيون د لارښوونو له مخي، د اختر د خوشالۍ په مناسبت پر هوايي ډزو بنديز دی او له ټولو یې غوښتي، چې د مخنيوي لپاره باید تدابير ونيول شي.

هغه وايي، چې هوايي ډزز د خلګو د خپګان، ازار او مرګ ژوبلي لامل ګرځي.

نور ولولئ: طالبانو د امنیت شورا د څارونکې کمېټې راپور ته غبرګون وښود

نور ولولئ: ملا یعقوب: زموږ هوايي حریم لا هم اشغال دی

مجاهد زياتوي: « هوايي ډزې یو ناسم عمل دی، د خلکو د ازار او اذیت او کله د ټپي کیدو او قتل سبب ګرځي.»

russia1
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد

نوموړي ټينګار کوي، چې له سرغړونکو سره به قانوني چلند وکړي.

د طالبانو امیر هم په دې اړه خبر ورکړی

د طالبانو مشر هبت الله اخونزاده هم د کوچني اختر د مبارکۍ په پیغام کې له ملکي او نظامی کسانو غوښتي، چې د خوشالي په مناسبت هوايي ډزي او د پټاکيو له استعمال ډډه وکړي. د ده په خبره، چې دا د خلګو د ازار لامل ګرځي.

دغه بندیز داسې مهال اعلانېږي چې له دې وړاندې د خوښيو په ورځو کې طالبانو هوايي ډزې کړي وې او د سړیو مرمیو له امله ځینو هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتي وه.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button