کورني خبرونه

طالب ویاند: د خلیل الرحمان حقاني وژنه د داعش کار دی

ذبیح الله مجاهد وايي، د طالبانو ددغه لوړپوړي چارواکي وژنه د داعش ډلې کار دی

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تایید کړه چې په یوه انتحاري برید کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني وژل شوی دی.

مجاهد په یوه خبرپاڼه کې چې پر خپله ایکس پاڼه یې خپره کړې په دې يېښه کې د داعش لاس لرلو ته د تور ګوته نیولې او لیکلي چې خلیل الرحمان حقاني د «خوارجو» په برید کې وژل شوی دی.

طالبان د خوراجو اصطلاح د اسلامي دولت ډلې ( داعش) ته کاروي.

د دا ډول بریدونو پړه

خو داعش تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي او دا ډله عموماً په ځنډ د بریدونو مسوولیت مني.

داعش په تېرو درو کلونو کې د طالبانو د بلخ د والي په شمول یو شمېر نور ټیټپوړي چارواکي په ورته بریدونو کې وژلي دي.

د خلیل الرحمان حقاني وراره، انس حقاني، خپل کاکا یو زړه ور مجاهد بللی او ویلي چې نوموړی د دوی د کورنۍ «مشر، سپین ږیری او مجاهد» و.

نور ولولئ: خلیل حقاني: عبدالله عبدالله راسره همکاري کړې او له سیاف سره یې ۲۰ غونډې کړي

نور ولولئ: خلیل ارحمن حقاني په یوه چاودنه کې ووژل شو

د انس حقاني په وینا، خلیل الرحمان حقاني د اسلام او ازادۍ لپاره له دوو امپراتوریو سره جګړه وکړه.

خلیل الرحمان حقاني د روسانو د اشغال پر ضد په جهاد کې هم برخه اخیستې وه.

راپورونه وايي چې حقاني نن (چهارشنبې) په خپل دفتر کې له یوه بل کس سره وژل شوی او په دې پېښه کې لږترلږه ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

طالب سرچینې وايي چې بریدګر په لاس پوري یوه فلزي ټوټه تړلې وه او د وزارت ساتونکو ته یې ویلي و چې ټپي دی.

طالبانو د حمله کوونکي عکس هم خپور کړی

هماغسي چې انس حقاني ویلي خلیل الرحمان حقاني په جنګونو کې په ځلونو ټپي شوی او څو کاله یې په پاکستان کې بند هم تیر کړی دی.

امریکا د خلیل الرحمان حقاني پر سر ۵ میلیون ډالره جایزه ټاکلې وه.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او په تاجکستان کې د افغانستان سفیر ظاهر اغبر، چې د طالبانو مخالف دی، د خلیل الرحمان حقاني ترور غندلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم دا پېښه غندلې ده.

طالبانو په ځلونو پاکستان د داعش په ملاتړ او ساتلو تورن کړی دی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button