Uncategorized

عضمت الله عمرزی د یو ورځنیو سیالیو لومړی درجه الراونډر شو

اړوند خبرونه: 

چمپینز ټرافي؛ شیبه وروسته د پاکستان او نیوزیلانډ تر منځ لومړنۍ سیالي پیلېږي

چمپینز ټرافي؛ افغانستان نن له اسټرالیا سره برخلیک ټاکونکي لوبه کوي

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا، د ملي لوبډلې پياوړی او تکړه الراونډر «عظمت‌الله عمرزی» د د یو ورځنیو سیالیو د الراونډرانو(ټولچاري) په درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړ.

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا نن( چهارشنبه، د کب ۱۵مه) په الراونډرانو کې د یو ورځنیو لوبو تازه درجه بندي اعلان کړه چې د ملي لوبډلې پياوړی او تکړه الراونډر عظمت‌الله عمرزي پکې  لومړی مقام خپل کړ.

عمرزي د اتلانو په جام کې د سویلي افریقا، انګلستان او اسټرالیا پر وړاندې غوره وځلېده، په توپ وهنې او توپ اچونې کې یې د افغانستان لپاره نیمه سلیزې او لوبغاړي وسوځول، چې د نړیوالو پام یې هم ځانته کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا (دوشنبه، د سلواغې ۸مه) د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې الروندر لوبغاړی عظمت‌الله عمرزی د ۲۰۲۴کال د غوره «الرونډر لوبغاړي» په توګه ټاکل شوی وه. عمرزی په ۲۰۲۴کال کې د خپلو ښو لوبو له امله د کال غوره لوبغاړی ټاکل شوی و.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button