سیمه

علي وزیر له ازادېدو وروسته پاکستاني ریاست بیا ونیوه

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر علي وزیر له خوشي کېدو وروسته بیا نيول شوی دی

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) یو مشر او د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی علي وزير د راولپنډۍ له اډياله جيل څخه له خوشي کېدو وروسته سملاسي بيا نيول شوى دى.

ويل کېږي علي وزير چې له نژدې دوه میاشتني بند وروسته د اډياله له زندانه بېګاه خوشی شو د پنجاب پوليسو او په ملکي جامو کې خلکو بيا نيولی او نامعلوم ځای ته لېږدولی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون پر خپله اېکس پاڼه د علي وزير د بيا نېول کېدو د خبر تر څنګ ليکلي چې “د پنجاب حکومت د مريم نواز [د پنجاب اعلی وزيره] په حکم په درېيم ځل علي وزير د زندان له دروازې نيولی دی.”

د علي وزیر هر کلي ته د ولاړو کسانو احتجاج

په ټولنيزو رسنيو خپرو شويو ويډيوګانو کې ښکاري چې نوموړی د يو شمېر کسانو له خوا له نيول کېدو وروسته موټر ته خېژول کېږي. هلته موجود کسان چې د ده د خوشي کېدو هرکلي ته ورغلي وو له نيول کېدو وروسته يې د احتجاج په ډول د خوشي کېدو نارې وهې.

علي وزير د روان ۲۰۲۴ کال د اګست پر درېيمه نېټه د اسلام اباد پر لويه لار له يوې ترافيکې پېښې وروسته د پمز روغتون له بېړنۍ څانګې نيول شوی وو.

نور ولولئ: عوامي نشنل ګوند: د بنو پر لاریون د پاکستاني پوځ برید له ترهګرۍ سره همکاري ده

نور ولولئ: پاکستان کې د ‘پي ټي ایم’ لسګونو غړو نیونې غبرګونونه راپارولي

نوموړی تر دې وړاندې هم څو ځله د پوليسو او امنيتي کسانو له خوا نيول شوی او زندان ته اچول شوی دی.

علي وزير په داسې حال کې يو ځل بيا نيول کېږي چې ټاکل شوې د روانې اکټوبر مياشتې پر ۱۱ نېټه د “پښتنو قامي عدالت” په نامه جرګه په خيبر کې جوړه شي.

د قامي عدالت جرګه

دغه جرګه د منظور پښتون له خوا رابلل شوې چې په وينا يې د کوزې پښتونخوا پښتانه ولسونه به پکې د ورپېښو مسایلو د حل پر لارو چارو بحث او پرېکړه کوي.

په ورته مهال د خيبرپښتونخوا د ايالت حکومتي چارواکو په وینا، اعلی وزير علي امين ګنډاپور د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشر منظور پښتون سره د دوشنبې په ورځ (۳۰ سپټمبر) ليدلي او د اکټوبر ۱۱ مې غونډې په اړه ورسره غږېدلی دی.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر له هغه وروسته له ښاغلي پښتین سره کتلي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالانو پر منظور پښتین د یوه ناکام برید د هڅې ادعا کړې. د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان وايي، ښاغلی پښتین د قامي جرګې غونډې لپاره د میدان پرانیستې له مراسمو بېرته ستنېده، چې پېښور کې پرې ځینې کسانو د برید ناکامه هڅه وکړه.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button