Uncategorized

فوټبال؛ اسپانیا د انګلستان په ماتولو د ۲۰۲۴ کال د اروپا جام خپل کړ

اسپانیا وتوانېده چې د ۲۰۲۴ کال فوټبال اروپا جام پایلوبه کې انګلستان مات او قهرماني په خپل نوم کړي

د اسپانیا او انګلستان تر منځ دغه پایلوبه ننداره کوونکو او ګڼو هېوادونو ته خورا جالبه وه، ځکه دواړه لوبډلې هم غښتلي وې او هم د یوه او بل پر وړاندې تر ټولو سخت حریفان پاتې شوي دي.

د اسپانیا د فوټبال ملي لوبډلې د اروپا ۲۰۲۴ کال په پای لوبه کې انګلستان ته ۱-۲ ماتې ورکړه او د دې سیالیو قهرماني یې په خپل نوم کړه چې دغه له هیجانه ډکه بریا په سختو ولولو او شور سره ونمانځل شوه.

د اروپا غوره لوبډله

دا لوبه چې د برلین د المپیک په لوبغالي کې ترسره شوه، اسپانیا د خپلو ځوانو لوبغاړو لامین یامال او نیکو ویلیامز په شان د غوره نندارې په وړاندې کولو سره اتلولي وګټله او د اروپا تر ټولو ویاړلې لوبډله شوه.

دا څلورمه اتلولي ده چې اسپانیا یې په خپل نوم کوي.

نور ولولئ: په فوټبال کې تاریخي پېښې

نور ولولئ: فوټبال؛ افغانستان نړیوال جام ته د لار موندنې نوي پړاو ته ورسېده

نور ولولئ:   د ښځو فوټبال نړیوال جام؛ حجاب لرونکې لوبغاړي د مینه‌والو پام ور اړولی

دا لوبه د فرانسې د فرانسوا لیتکسیه په لوبڅارۍ ترسره شوه، چې لومړۍ نیمايي له کوم ګول پرته پای ته ورسېده.

د لوبې د دویمې نیمايي په ۴۷مه دقیقه کې د هسپانیې د لامین یامال په پاس نیکو ویلیامز انګلستان ته لومړۍ ګول ورکړ؛ خو انګلستان پالمر لوبغاړي په ۷۳ دقیقه کې ګول وکړ او لوبه یې مساوي کړه.

دا هم ولولئ:  عربي امارات ابوظبي کې مېشت د۶۵۰۰ افغانانو ځانګړې پاملرنه کوي
afghan (67)
فوټبال؛ اسپانیا د انګلستان په ماتولو د ۲۰۲۴ کال د اروپا جام خپل کړ

د اسپانیا لوبډله چا اتلولۍ ته ورسوله؟

د اسپانیا په لوبډله کې اکثره لوبغاړو په زړه پورې او له احساساتو ډکه لوبه وکړه، خو د لوبې په ۸۷ دقیقه کې اسپانیوي لوبغاړي اویارزابال دویم ګول وواهه او د همدغه ګول په کولو کې خپله لوبډله اتلولۍ ته ورسوله.

د دې لوبې په پای کې د اسپانیا ځوان لوبغاړی نیکو ویلیامز د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

پر دې سربېره، د اروپا د ۲۰۲۴ کال جام غوره لوبغاړی روډري ونومول شو او د یامل په نوم لوبغاړی د ټورنمنټ ځوان لوبغاړی بلل شوی دی.

یامل لوبغاړی، له پایلوبې یوه ورځ مخکې ۱۷ کلن شو، خو دومره وړتیا یې درلوده چې د اسپانیې په اووه واړو لوبو کې راښکاره او ښه ولوبېده.

یامل د فوټبال په تاریخ کې تر ټولو ځوان ګول وهونکی یاد کړی شوی دی.

د یادونې وړ ده چې د فوټبال دغه پای لوبه بېګاه ناوخته ترسره او د اسپانیا په ګټه شوه چې په زرګونو نندارچیانو په کې ګدون کړی وو.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button