لوبې خبرونه

قېس احمد د مسلميار سره ليدل کتل شوي

قېس احمد د مسلميار سره ليدل کتل شوي.د افغانستان کرکټ ملي ټیم مشهور ورو توپ اچونکي قېس احمد د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار سره ليدلي دي او د هغه په هکله يې پوسټ هم نشر کړى دى.

ښاغلی قېس احمد په خپله رسمي فېسبوک پیج کې د مسلميار سره اخيستل شوي عکسونه نشر کړي دي او ليکلي يې دي، چې مسلميار ډېر دروند او خاکساره شخصیت لري.هغه په خپل پوسټ کې ليکي نن مو د مشرانو جرګې معزز رييس ښاغلي فضل هادي مسلميار سره دوستانه ليدنه وکړه. ښاغلى مسلميار صېب ډېر دروند او خاکساره انسان دى، په خاوره او هيواد مين شخص دى.

هغه همدا راز په خپل پوسټ کې زياتوي د ورزشکارانو په ځانګړي توګه د کرکټ لوبغاړو سره ډېره مينه کوي او تل يې تشويقوي.. داسې مشران دې خداى ج ډېر کړي. قېس احمد چې دا عکسونه يې په خپله فېسبوکپاڼه کې خپاره کړي و، څو دقيقې وروسته يې بېرته له خپل اکاونټ څخه ډيليټ کړل.

قېس احمد او فضل هادي مسلميار

هېره دې نه وي چې قېس احمد په داسې وخت کې د فضل هادي مسلميار سره ليدلي دي، چې افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو له سياسي خلکو سره په ليدنو او ناستو بندېز لګولى دى.ځکه د دوی پر وینا باید ځوانان په خپلو مټو خپله مخې ته لاړ شي.تر څو خپله خپل پرفامنس خلکو ته ښکاره کړي.

ملي کرکټ بورډ يو کال مخکې ويلي و، چې له دې وروسته به د کرکټ بورډ هېڅ کارکوونکي او لوبغاړي ته دا اجازه نه وي چې هغوى دې له سياسي خلکو سره وويني او که چا داسې کار وکړ، نو په اړه به يې ګامونه پورته شي.او عین په لړ کې جریمه کیدای هم شي.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button