نړیوال خبرونه

لبنان؛ د اسرائیلو برید کې د حزب الله مهم قوماندان ابراهیم عقیل وژل کېدل

د حزب الله غورځنګ وايي، د اسرائیلو په هوايي برید کې یې مهم قوماندان ابراهیم عقیل وژل شوي دی

د لبنان حزب الله غورځنګ منلې چې د اسرائیلو د پرون ورځې بریدونو کې یې یو جګپوړی قوماندان ‘ابراهیم عقیل’ وژل شوی دی.

د لبنان د پلازمینې بیروت سویلي برخه کې د اسرائیل په بریدونو کې لږترلږه ۱۴ کسان وژل شوي، چې د حزب الله څو نور قوماندانان هم پکې دي.

د پیچر چاودنو جګړیز جرم

بلخوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا سیمه، په ځانګړې توګه لبنان کې د روان وضعیت څېړلو لپاره غونډه کړې.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنر ‘وولکر تورک’ دې غونډې ته ویلي، څو ورځې وړاندې لبنان کې د مخابرو چاودنې ښايي جګړه ییز جرم وبلل شي.

د لبنان حکومت او حزب‌الله وايي دا چاودنې چې لسګونه کسان یې ووژل او زرګونه نور یې ټپيان کړل، اسرائیلو کړې دي.

نور ولولئ: اسرائیلي پوځ: په لبنان کې مو په هوايي برید کې د حماس مهم قوماندان وژلی

نور ولولئ: پر لبنان د اسرائیلو سایبري حمله؛ د پېچرونو په چاودنه کې ۹ کسان وژل شوي

نور ولولئ: اسرائیل: “لبنان کې مو د حزب الله له ۱۰۰ زیات توغندیز سیسټمونه په نښه کړل”

د اسرائیل هوايي ځواک لخوا پرون پر دویمه پرله پسې ورځ د بیروت سویل کې په نښه شوې سیمه د حزب‌الله مرکز بلل کیږي.

afghan 2024 09 21t103149.295
د حزب الله مشهور قوماندان ابراهیم عقیق

په دغو بریدونو کې د استوګنې څو ودانۍ په نښه شوي دي.

د اسرائیلو پوځ وویل د حزب‌الله یو مهم قوماندان ‘ابراهیم عقیل‘ یې وژلی دی. وروسته پخپله حزب‌الله هم د هغه وژنه تایید کړه.

د ابراهیم عقیل وژل کېدل

د اسرائيلو د پوځ ویاند ‘دانیا هاګاري’ وویل هوايي ځواک یې د حزب الله د قوماندانانو هغه ډله یې په نښه کړې چې پر اسرائیلو د بریدونو همغږۍ لپاره راټول شوي وو.

نوموړي زیاته کړه، دغو بریدونو پر ابراهیم عقیل سربېره د ‘رضوان ځواک’ څو مهم عملیاتي قوماندانان هم وژل شوي دي.

هغه ادعا وکړه چې دغه کسان د استوګنې د یوې لوړ پوړېزې ودانۍ په تلخونه کې را ټول شوي وو.

د اسرائیلو پوځ ویلي ابراهیم عقیل د حزب الله لوی عملیاتي قوماندان او د رضوان په نوم د ځواک قوماندان وو.

د حزب‌الله دغه جګپوړی قوماندان داسې مهال ووژل شو چې په وروستیو ورځو کې له اسرائیلو سره پر پوله د دې ډلې بریدونه زیات شوي.

د اسرائیلو پوځ ویلي، چې پرون د دغه هېواد پر شمال له سلو ډېر توغندي توغول شوي.

حزب‌الله ویلي چې هدف یې د اسرائیلو استخباراتي مرکز و.

بل خوا د ملګرو ملتونو سازمان او د بشري حقونو سازمانونه وايي، د حزب الله او اسرائیلو تر منځ جګړه به په منځني ختیځ کې حالت نور هم کړکېچن کړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button