اقتصاد او سوداګري

له افغانستانه په تېرو ۱۱ میاشتو کې د ۱۴۳ میلیون ډالرو په ارزښت تازه مېوه صادره شوې

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وایي، چې افغانستان په تېرو یولسو میاشتو کې د ۱۴۳ میلیونه ډالرو په ارزښت تازه میوې صادرې کړي دي.

د یاد وزارت ویاند، عبدالسلام جواد نن (یکشنبه، د حوت ۱۲مه) ویلي، چې د روان مالي کال په ۱۱ میاشتو کې ۲۹۶ زره ټنه تازه میوې صادرې شوې دي.

وایي د دغو صادراتو ارزښت ۱۴۳ میلیونه ۱۱۰ زره ډالر ته رسېږي.

مسوولینو دا هم ویلي چې دا صادرات پاکستان، هند، متحده عربي امارات، چین، انګلستان، هالند، امریکا، فرانسه، اسټرالیا، عراق، سعودي عربستان او کاناډا ته شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې صادر شوې میوې سیب، انار، انګور، تازه انځر، زردالو، ګیلاس، توت، خربوزه، شاه توت او تربوز شامل دي.

د ویلو ده چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت تر دې مخکې هم بهر ته د تازه مېوو په صادراتو کې د زیاتوالي راپورونه ورکړي وو.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button