
اړوند خبرونه:
UNHRC د بشري حقونو په برخه کې د متحده عربي اماراتو موقف وستایه
د متحده عربي اماراتو خواخوږي؛ له زلزله ځپلو سره یې بېړنۍ مرسته وکړه
متحده عربي اماراتو کې له افغان مشرانو او سوداګرو سره د ټوماس وېسټ لیده کاته
د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي سیف محمد الکتبي د ۲۰۲۵ کال د اپرېل له ۳مې څخه تر ۵مې پورې کابل ته یې د لوړې کچې د پلاوي مشري وکړه، ترڅو په افغانستان کې د متحده عربي اماراتو د بشري او پرمختیایي هڅو د ملاتړ پر لارو چارو بحث وکړي.
د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي سیف محمد الکتبي کابل ته د خپل سفر پرمهال د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي، د تجارت یا سوداګرۍ وزیر حاجي نورالدین سره وکتل. دوی د دوه اړخیزې همکارۍ او مختلفو برخو کې د همغږۍ د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وکړې، ترڅو د دواړو هېوادونو ګډې ګټې ترلاسه او د خلکو هوساینه زیاته کړي.
متحده عربي اماراتو افغانانو ته پر تلپاتې بشري مرستو، اقتصادي او پرمختیايي همکار پر پیاوړتیا او د افغانستان په بیارغونه کې خپله ژمنتیا څرګنده کړه.
په دې تړاو، الکتبي د افغانانو لپاره د متحده عربي اماراتو د ملاتړ دوامداره ژمنتیا بیا تازه کړه، چې د دواړو هېوادونو او خلکو ترمنځ د تاریخي اړیکې منعکسوي او د پرمختګ او ثبات پر وړاندې یې تمرکز ډېر کړی دی.
د اماراتو دغه لوړپوړي چارواکي په افغانستان کې د خپلو همکاریو ډاډ څرګند کړ او ویې ویل چې له راستنېدونکو افغان کډوال ستونزو ته به هم رسیدهګي کوي.