نړیوال خبرونه

مجاهد: د بېنېټ راپور د طالبانو پر وړاندې د ا‌ذهانو د خرابولو یوه هڅه ده

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د ریچارډ بېنېټ راپور ددوی پر وړاندې د اذهانو د خرابولو هڅه بولي

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د جون میاشتې په ۱۸ نېټه د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا ته په افغانستان کې له مېرمنو سره د طالبانو د تبعیضي چلند په هکله راپور ورکړ چې د نوموړي دغه راپور د طالب رژیم غوصه راوپاروله.

د بېنېټ دغه راپور ته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په غبرګون کې وايي، په دا ډول راپورونو سره هڅه کېږي چې د طالبانو پر وړاندې په کور دننه او بهر کې ذهنیتونه خراب شي.

طالبان او جنسیتي توپیر

ریچارد بېنېټ له ښځو سره د طالبانو «جنسیتي توپیر د بشریت ضد جنایت» بولي او وايي، د مېرمنو د «ځپلو لپاره د یوې ښکاره بېلګې» په توګه کارېږي.

ریچارډ بېنېت پرون د ملګرو ملتونو بشري حقونو د شورا ۵۶مې ناستې په خپل راپور کې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د جنسیتي توپیر په اړه ځیني وړاندیزونه هم کړي دي.

نور ولولئ:  د بشري حقونو د څار سازمان: طالبان د ښځو او نجونو په مجازات سره د بشريت ضد جرم کوي

نور ولولئ:  هیدر بار: افغانستان کې دیني مدرسې د ښوونځیو ځای نه شي نیولی

خو د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد نن پر خپله اېکس پاڼه دې راپور ته غبرګون کې ویلي، چې پر دوی د فشار او دسيسو هڅې نتیجه نه ورکوي.

هغه په دې اړوند زياتوي: «، د فشار او دسیسو هڅې لا هم ناکامیږي، دوام او تکرار یې د ناکامه تجربو بیا بیا ازمویل دي. هیله ده چې نور واقعیتونه درک شي او رغنده دريځ ونیول شي.»

afghan (48)
له ښځو سره د طالبانو چلند نړۍ اندېښمنه کړې ده

طالبانو ته مشروعیت نه ورکول

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۶مه غونډه کې پرون (جون ۱۸) په جينوا کې د بشري حقونو د شورا په مرکزي دفتر کې جوړه شوې وه.

دې شورا ته په خپل راپور کې ریچارډ بېنېت ویلي، نړیواله ټولنه دې طالبانو ته تر هغې مشروعیت نه ورکوي؛ چې دوی د ښځو او بشري حقونو په برخه کې خپلې کړې ژمنې نه وي پوره کړي.

هغه زیاته کړې، چې د ښځو پر وړاندې توپیري چلند او د هغوی ځپل «د طالبانو د اېډیولوژۍ او حکومت په زړه کې ځای لري.»

پر دې سربېره د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو څانګې مشرې پر ملګرو ملتونو نیوکه کړې وه چې له طالبانو سره د تعامل په خاطر د بېنېټ او نورو راپورونو ته ارزښت نه ورکوي.

بېنېټ په خپل راپور کې ویلي وو، د طالبانو د خوښ ساتلو په خاطر د دوحې له دریمې ناستې د مدني ټولنو د غړو ګډون له لېسته ایستل شوی دی، خو ملګرو ملتونو لا دغه نیوکو ته کوم غبرګون نه دی ښوولی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button