نړیوال خبرونه

مسکو: د سولې خبرو کې ځنډ هیڅ چا ته د منلو ندی

مسکو: د سولې خبرو کې ځنډ هیڅ چا ته د منلو ندی.روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي د سولې پروسه کې خنډ او ځنډ نور هیچا ته د منلو وړ نه دی او نور باید دغه خبرې چې سر او پای یې مبهم دي، ژر تر ژره پای ته ورسیږي.

ښاغلی لاروف ویلي د افغانستان د سولې په هکله د مسکو غونډه کې د پرانیستې وینا پر مهال وویل چې د سولې خبرو اوسنی وضعیت او روانه جګړه نور له زغمه وتلې او چې په هر ترتیب کېږي نور باید دغه کشاله حل کړل شي.نوموړي د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د دوحې تړون په تطبیق هم ټینګار کړی او داسې ګوت‌څنډنه یې کړې چې امریکا نور باید له افغانستان خپل سرتېري وباسي او طالبانو ته د جګړې د دوام بهانه پرې نه ږدي.

نوموړي ویلي طالبان د جګړې د دوام لپاره د قطر د تړون نقض د دلیل په توګه راوړي، خو که چېرته امریکا رښتیا په خپل هوکړه ولاړه وي، نو باید پخپلو ژمنو عمل وکړي او ژر تر ژره د سولې پر وړاندې پراته خنډونه ختم کړي.او د سولې خبرې یو طرف ته کړي.

د دغه هېطواد د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي چې باید د سولې په اړه داسې توافق وشي چې ټولو ته د منلو وړ وي او تر سولې وروسته په جوړېدونکي حکومت کې ښکېل اړخونه خپل ځان وویني.د ده په وینا افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې پای ته رسېږي.

img ۲۰۱۹۰۲۰۵ ۱۹۰۱۳۰ 750x430 1

او د ټوپک ځواب په ټوپک ورکول داسې دي لکه وینه چې په وینه ووینځل شي، ځکه خو باید پر سیاسي لارو چارو فکر وشي، تر څو افغانان تر دې اضافه ونه ځپل شي.ښاغلي سرګي لاوروف ډاډ ورکړی چې هېواد یې په د تل په څېر د سولې په برخه کې له افغانستان سره ولاړ دی او د اړتیا پر وخت د سولې خبرو کوربه توب هم کوي.روسیه د دې نه وړاندې هم ویلي وو که مونږ ته اړتیا وه هر قسم کومک ته حاضر یو.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button