نړیوال خبرونه

مسکو طالبانو ته: “روسیه به د دوحې غونډه کې د طالبانو د ګډون شرطونه م.م ملتونو سره بحث کړي”

په کابل کې د روسیې سفیر وايي چې د دوحې غونډه کې به د طالبانو د ګډون شرطونه م.م ملتونو ته ورسوي

په کابل کې د روسیې سفیر «دیمیتري ژیرنوف» د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدلي او طالبانو ته یې ډاډ ورکړی چې د دوحې په را روانه غونډه کې به  روسیه د طالبانو د ګډون شرطونه له ملګرو ملتونو سره بحث کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې روسیې سفیر امیرخان متقي ته د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

دا رنګه نوموړی زیاتوي چې که طالبان د دوحې په غونډه کې ګډون کوي، ددې ناستې په څنډه کې به مسکو د نورو هېوادونو له استازو سره د لیدنو کتنو زمینه ورته برابره کړي.

د دوحې په غونډه کې طالبان څه ډول ګډون غواړي؟

بل لورته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د دوحې په غونډه کې به معناداره ګډون وکړي، دده په خبره که دغه ګډون معناداره نه وي، نو تر دې نه ګډون ښه دی.

amir khan mutaqi
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف

ښاغلی متقي زیاتوي چې د معناداره ګډون په اړه د دوحې غونډط له ګډونوالو سره په خبرو بوخت دي.

نور ولولئ: راتلونکې اوونۍ په کابل کې د سیمه‌ییزو هېوادونو غونډه

نور ولولئ: طالبان د دوحې ناستې له اجنډا خبر نه لري

نور ولولئ: د افغانستان په تړاو د دوحې غونډې ته د حامد کرزي ګونګ پیغام

امیرخان متقي له دې وړاندې هم د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره د دوحې د ناستې په اجنډا بحث کړی و او په دې اړه یې ترې معلومات غوښتي وو.

amir khan mutaqi2
امیرخان متقي او ورسره د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي

طالبانو تر اوسه په یاده غونډه کې د نه ګډون په اړه غوڅه پرېکړه نه ده کړې، خو دوی وايي چې د احتمالي ګډون لپاره تیاری لري.

د طالبانو له لوري د دوو شرطونو وړاندې کول

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې طالبانو ملګرو ملتونو ته د دوحې په ناسته کې د ګډون په موخه دوه مهم شرطونه وړاندې کړي دي.

ښاغلي قمي د طالبانو د وړاندې کړیو شرطونو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

خو د ایران دغه استازي ویلي چې له طالبانو سره د نړیوالو د تعامل لپاره د دوحې ناسته یو ښه فرصت دی او طالبان باید دغه چانس ضایع نه کړي.

طالبانو له دې وړاندې د ملګرو ملتونو له لوري د افغانستان لپاره د نوي استازي له ټاکلو سره هم مخالفت کړی و.

د یادونې وړ ده چې طالبان له یوه لوري له نړیوالو سره د تعامل ارمان لري، خو له بل لوري د شرایطو په برابرولو کې ناتوانه ښکاري.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button