سیمه

مشهور دیني عالم مفتي منیر شاکر ووژل شو

مشهور دیني عالم مفتي منیر شاکر په یوه چاودنه کې ووژل شو.

لومړیو کې د پولیسو په وینا مفتي شاکر او درې نور کسان د لاسي بم په چاودنه کې ټپیان شوي وو.

خو وروسته د LRH روغتون ویاند په یوه ویډیویي پیغام کې دا ومنله چې مفتي شاکر د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.

نن ماښام مهال د خیبر پښتونخوا په اورمړو سیمه کې د نوموړي پر مدرسې لاسي بم غورځول شوی دی.

د برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې یا شخص نه دی منلی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button