سفر خبرونه

مولوي کبیر: له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو جبري اخراج د مرستو بهیر اغېزمن کړی

اړوند خبرونه:

مارکو روبیو وايي، امریکا به د جي۲۰ هېوادونو غونډه کې ګډون ونه کړي

د هند لومړی وزیر وايي، جي۲۰ هېوادونو د افریقايي ټولنې دايمي غړیتوب منلی

د طالبانو د کډوالو چارو وزیر مولوي کبیر په کابل کې د چین له سفیر له ژاو شینګ سره په لیدنه کې ویلي، له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو اجباري اخراج د مرستو د وېش بهیر اغېزمن کړی دی.

د طالبانو د کډوالو وزارت په یوه اعلامیه کې د عبدالکبیر له قوله ویلي چې له مرستندویه ادارو یې د کډوالو لپاره د ښارګوټو جوړولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د اعلامیې پر بنسټ، د چین سفیر ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې بېرته راغلو کډوالو ته د ښارګوټو په بیا جوړونه کې د مرستې کولو ته چمتو دی.

طالبانو ویلي چې ژاو شینګ ټینګار کړی چې چین به له افغانانو سره خپلو مرستو دوام ورکړي.

تر دې وړاندې سرچینو افغان‌ ناو ته ویلي وو چې عبدالکبیر سره له دې چې نوی د کډوالو وزیر ټاکل شوی، خو د دې وزارت چارې له سیاسي معاونیت دفتر چې پخوانی مقام یې دی، اداره کوي.

د یادونې وړ ده چې هره ورځ پاکستان او ایران افغان کډوال له خپلې خاورې باسي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button