میلر: موږ له طالبانو او سوریه کې له تحریر الشام سره د ګټو پر اساس تعامل لرو
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتو میلر وايي، د امریکا د ګټو لپاره له طالبانو او تحریر الشام سره تعامل لرو
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان وکړ چې واشنګټن د دې وړتیا لري چې د امریکا د ګټو د تامین په خاطر له «ټاکل شویو ترهګرو ډلو» سره په تعامل کې واوسي. متیو میلر وویل چې امریکا د خپلو ګټو د پرمخ وړلو لپاره د طالبانو او تحریر الشام په ګډون له مختلفو ډلو سره تعامل کړی دی.
له القاعدې سره ښکېلتیا
میلر د سه شنبې په ورځ «د لیندۍ ۲۷مه» په یوه خبري ناسته کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا واشنګټن په تیرو وختونو کې له طالبانو، داعش او القاعدې سره تعامل درلود، وویل، «هو موږ دا وړتیا لرو، زه له القاعدې سره له کومې ښکیلتیا خبر نه یم، خو موږ دا وړتیا لرو چې له ډیزاین شويو ترهګرو ډلو سره ښکیل شو، کله چې دا زموږ په ګټه وي. موږ د متحده ایالاتو د ملي ګټو د پرمخ وړلو لپاره له طالبانو سره تعامل لرو او موږ له تحریرالشام سره هم تعامل لرو، چې د امریکا ملي ګټې پرمخ یوسو، البته د امریکايي ژورنالیست اسټین ټیس په ګډون چې ویې مومو او کور ته راستون شي».
نور ولولئ: د افغان ځواکونو په تړاو د کانګرېس ناستې په اړه د امریکا بهرنیو چارو وزارت خاموشي
نور ولولئ: طالبان: په غزه کې د اسراییلو جنګ وحشت او دوی جنګي مجرمین دي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مخکې ویلي و چې واشنګټن لا هم طالبان د یوه نړیوال ترهګر سازمان په توګه پیژني. دغه وزارت همداراز ټینګار کړی و چې د امریکا د ګټو لپاره به له طالبانو سره له تعامل ډډه ونه کړي.
د امریکا پر تګلارو نیوکې
په داسې حال کې چې امریکايي او د ملګرو ملتونو چارواکو په وار وار د طالبانو له حکومت سره پر خبرو ټینګار کړی، پر دې تګلاره افغانان او د طالبانو سیاسي مخالفان نیوکې لري.
د بشري حقونو ډیری فعالان او افغان سیاستوال له یوې داسې ډلې سره اړیکه د منلو وړ نه ګڼي چې په سیستماتیک ډول د خپلو خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي.
کار پوهان وايي، امریکا د واشنګټن د ګټو د خوندي کولو لپاره د نورو ملتونو بشري او انساني حقونه تر پښو لاندې کوي ځکه دوی ته یوازې د خپلو خلکو ګټې مهمې دي.