نړیوال خبرونه

نعیم قاسم د حزب الله نوی مشر شو؛ څومره یې پېژنی

د لبنان حزب الله ویلي چې ددوی نوی مشر نعیم قاسم ټاکل شوی دی

دغه ټاکنه داسې مهال کېږي چې د حزب الله مخکښ مشر حسن نصرالله د اسرائیلو په برید کې ووژل شو

لبنان کې د حزب الله ډلې نن سه شنبه د اکټوبر پر ۲۹مه اعلان وکړ، چې نعیم قاسم یې د خپل نوي مشر په توګه ټاکلی دی.

د حزب الله له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: “د مشر د ټاکل کېدو لپاره د تصویب شوي میکانیزم پر بنسټ، د حزب الله شورا د مشر په توګه د شیخ نعیم قاسم پر ټاکل کېدو هوکړه کړې.”

د حزب الله د مخکیني مشر حسن نصرالله له وژل کېدو وروسته نعیم قاسم د دغې ډلې د مشرۍ د یوه احتمالي انتخاب په توګه یاد شوی و.

د حزب الله د نوي مشر اعلانېدل

نعیم قاسم د حزب الله لومړنی جګپوړی چارواکی و، چې د حسن نصرالله له وژل کېدو وروسته په یوه عامه وینا کې راڅرګند شو.

نور ولولئ: اسرائیلي پوځ: له حزب الله سره په جګړه کې مو اته سرتېري وژل شوي

نور ولولئ: اسرائیل: په دمشق کې مو د حزب الله مالي مسئول وژلی

نوموړي د اکټوبر پر نهمه په یوه بله خبري غونډه کې اعلان کړی و چې، د دې ډلې نوی مشر به “ډېر ژر” اعلان شي.

نعیم قاسم څوک دی؟

نعیم قاسم په ۱۹۷۴ کې د “امل” خوځښت سره چې د امام موسی صدر په نامه د شیعه مذهبو پېژندل شوې څېرې خوځښت و یو ځای شو. نوموړی د دې خوځښت نظامي څانګې سره و.

خو بیا لبنان کې د حزب الله ډلې له جوړېدو وروسته دغې ډلې سره یو ځای شو.

هغه په ۱۹۹۱ کال کې د عباس موسوي د مشرۍ پر مهال د حزب الله د مشر مرستیال شو. د ښاغلي موسوي له مړینې وروسته نعیم قاسم د حسن نصرالله په مشرۍ کې هم پر خپله همدې دنده پاتې و.

ښاغلی قاسم اوس ۷۱ کلن دی او په لبنان کې زېږېدلی دی. هغه شپږ اولادونه لري (څلور زامن او دوه یې لوڼې دي.)

د لبنان مشهورو شیعه عالمانو سره په مدرسه کې د دیني زدکړو تر څنګ نوموړي په فرانسوي ژبه د لبنان پوهنتون څخه په کیمیا کې د لیسانس سند ترلاسه کړی.

نعیم قاسم په ۱۹۷۷ کې کیمیا برخه کې ماسټري هم بشپړه کړه.

د لبنان حزب الله ډله د امریکا او یو شمېر لوېدیځو هېوادونو له خوا د تروریستي سازمانونو په لېست کې شامله ده.

خو دغه ډله لا هم خپلواکه ده، وسلې لري او د لبنان په داخلي سیاست کې یوه له مهموه ډلو ګڼل کېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button