نړیوال بانک: “د افغانستان اقتصاد ۲٫۵ سلنه وده کړې”

اړوند خبرونه:
طالبانو د ۳.۵ میلیون ډالرو په ارزښت د پنجشیر زمرود پلورلي
اسلامي امارت د هېواد د اوسپنې کانونه داوطلبۍ ته وړاندې کوي
نړیوال بانک وایي چې په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ مالي کال کې د افغانستان اقتصاد ۲٫۵ سلنه وده کړې ده.
نن (چهارشنبې د اپریل ۲۳مه) د نړیوال بانک په راپور کې ویل شوي چې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو پر کمېدو سربېره د دغه هېواد اقتصاد ۲٫۵ سلنه وده کړې ده.
د دغه بانک په راپور کې همداراز ویل شوي چې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ مالي کال لپاره د افغانستان وده ۲٫۲ سلنه اټکل کېدای شي.
د نړیوال بانک په راپور کې د افغانستان د اقتصادي ودې خبره داسې مهال کېږي چې له نږدې څلورو کلونو راهیسې له افغانستان سره نړیوالې مرستې کمې شوې او په دغه هېواد کې د بېوزلۍ د پراخېدو خبرداری ورکړ شوی دی.
د ویلو ده چې روان میلادي کال په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ ادارې له بیاځلي واکمنېدو سره یاد هېواد د افغانستان لپاره د ډېرو سازمانونو له بشري تمویل هم لاس اخیستی دی.
څه موده مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم منلې وه چې له افغانستان سره د امریکا مرستې ځنډول شوې دي.